د لاس رسي وړ اتصالات

سکاټ میلر په افغانستان کې د جان نکلسن په ځای ټاکل کیږي


جنرال سکات میلر
جنرال سکات میلر

​د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ جنرال سکات میلر په افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو د نوي قوماندان په توگه وټاکل شو. هغه به د جنرال جان نکلسن ځای ونیسي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دا رپوټ د لوړپوړو امریکایي پوځي مقاماتو په حوالې ورکړی او ویلي یې چې جنرال میلر د دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځانگړو ځواکونو مشري کوله.

جنرال میلر د امریکا یو شمیر محرم پوځي ماموریتونه هم کړي چې په نړۍ کې د شکمنو ترهگرو تعقیبول او د دلتا فورس په نامه د امریکا د ځانگړو سمندري قواو مشري په کې شامله ده.

د امریکا پوځي مقاماتو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې جنرال میلر په عراق کې د دلتا فورس د مشرۍ پر وخت د یاغیانو پر ضد د تهاجمي پوځي اقداماتو په کولو مشهور و.

جنرال میلر چې په تیرو ١٧ کلونو کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نهم قوماندان وي، په افغانستان کې لومړنی پوځي قوماندان دی چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له لورې معرفي کیږي.

جنرال میلر دمخه تر دې هم څو ځلې د پوځي ماموریتونو لپاره افغانستان ته استول شوی وو. هغه په عراق او سومالیا کې هم پوځي دندې ترسره کړي دي.

جنرال میلر پداسې حال کې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مشري په غاړه اخلي چې هغه هیواد ته د ۴٠٠٠ اضافي سرتیرو د استولو سره سره د طالبانو یاغیگري نده کمه شوې او د افغانستان په یو شمیر ولسوالیو کې یې خپل نفوذ نور هم زیات کړی دی او ددې هیواد وضیعت نور هم پیچلی شوی.

له دې سربیره د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د مفتشینو او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې گډ رپوټ ښیي چې د افغانستان لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ستراتیژۍ د طالبانو د یاغیگرۍ په وړاندې لږ پرمختگ کړی دی.

XS
SM
MD
LG