د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي الوتکې فراه کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی کوي


ناټو وايي ځواکونه یې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیږي
ناټو وايي ځواکونه یې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیږي

د فراه چارواکي وايي لا هم د فراه په ښار کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د فراه والي بصیر سالنګي امریکا غږ ته وویل چې وسله وال طالبانو یوازې د ښار يه یوې څنډې کې یوه امنیتي پوسته نیولې او پراکنده ډزې کوي.

ښاغلي سالنګي تور ولګوه چې د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ تر ۱۰۰۰ زیات وسله وال طالبانو د فراه پر ښار یرغل کړی او د پل باغ له لارې ښار ته ننوتلي دي، چې په خبره یې افغان ځواکونو یې د وړاندې تګ مخه نیولې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو چارواکي وایي چې امریکايي الوتکې د افغان ځواکونو په ننګه د فراه په فضا کې پروازونه کوي او فراه د افغان حکومت تر کنترول لاندې ده.

ددغو ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د ناټو ځواکونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیږي او طالبان د ښارونو دنیولو توان نلري.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي د سه شنبې (مۍ۱۵) له سهار نه جنګ پیل شوی دی او په خبره یې که د نورو ځواکونو مرسته ورونه رسیږي، فراه د سقوط له خطر سره مخامخ ده. د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختاور وايي چې وسله والو طالبانو د ښار ځينې برخې نیولي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې د ښارې ډېرې برخې یې نیولې او پر افغان ځواکونو یې ځانمرګي بریدونه هم کړي دي، خو والي سالنګي دا ادعاوې ردوي.

هغه وايي تقریبآ ټولې حکومتي ودانۍ له افغان ځواکونو سره دي.

د امنیتي چارواکو غبرګون

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکي وايي، که څه هم د فراه د ولایت مرکز سره نږدې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، خو ادعا کوي، چې په ښار کې دننه امنیتي وضعیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

د وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د طالب وسله والو له خوا د دولتي ودانیو د نیولو په اړه رپوټونه په کلکه رد کړل.

جنرال رادمنش وايي د فراه ښار په شمال د پخوانۍ اویاومې فرقې او د ښار په لویدځه خوا کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه لا روانه ده، خو افغان ځواکونو ښار ته د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې ده.

هغه وویل "همدا اوس د ښار په شمال او لویدیځ درې کې کومترۍ کې جګړه روانه ده". ښاغلي رادمنش وویل، چې ښار کې دننه وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش چې تراوسه په ښار کې دننه هیڅ دولتي ودانۍ د وسله والو طالبانو لاس ته نه ده ورغلې. ښاغلي دانش دا ومنله چې په ننیو جګړو کې د پولیسو یوې حوزې امر ټپي شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري، د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د سه شنبې د ورځې له غرمې وړاندې د دفاع په وزارت کې د افغان امنیتي ځواکونو د جنرالانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي چخانسوري ویلي، چې جمهور رئیس غني د وسله والو طالبانو د بریدونو د تمبولو لپاره دغه ولایت ته د اضافي سرتیرو د استولو امر هم ورکړی دی.

خو طالبانو د فراه د جګړو په اړه په یوه بله اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د فراه د ښار په ډیرو برخو کې د خپلو وسله والو حضور خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې د دغه ښار د نن ورځې په جګړو کې د محبس د سیمې په ګډون ډیرې سیمې د طالب وسله والو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو د ملي امنیت د ولایتي دفتر د ودانۍ د نیولو ادعا هم کړې او ویلي دي، چې په دغو جګړو کې د افغان پوځ او پولیسو شاوخوا ۶۴ امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.

خو دا رپوټونه تراوسه په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG