د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي الوتکو اپریل کې په افغانستان کې خورا زیاته بمباري کړې


امریکايي الوتکو د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې ۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات کارولي دي
امریکايي الوتکو د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې ۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات کارولي دي

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني وايي الوتکو یې د روان کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې بیساري بمبارې کړې ده.

دا بمباري لږ تر لږه د ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د شمېر له پلوه یو ریکارډ بلل کیږي.

د امریکا پوځ وايي په دغې میاشت کې یې۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات او وسلې کارولي دي. د مارچ په میاشت کې دا شمېره ۲۲۳ وه او بیا د تېرکال په اپریل کې ۱۰۰ وه.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ نه دي ویلي چې آیا دا بمبارۍ په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې د خپل ډول تر ټولو زیاتې دي که نه؟

دا هم معلومه نه ده چې دا مهمات او بمبارۍ د افغانستان په کومو سیمو کې شوي دي. خو امریکايي ځواکونه وايي چې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو او بریدونو په زیاتېدو سره دوی د افغانستان په سویل کې بریدونه زیات کړي.

د امریکايي ځواکونو سي-۱۷ الوتکو چې ستراتیژیک بمب غورځونکې الوتکې هم بلل کیږي، له ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته یې د افغانستان په جنوب کې بیا بمبارۍ پیل کړي دي. امریکايي چارواکي نه وايي چې په دغو بریدونو کې څومره اورپکي او وسله وال وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونه وايي دا الوتکې په قطر کې د العدید په هوايي ډګر کې دي چې له قطر نه بګرام ته ځي، هلته په مهماتو او بمونو سمبالیږي او بیا خپل اهداف په نښه کوي.

دوی وايي دغو ستراتیژيکو الوتکو تېره میاشت د طالبانو د پسرلني بریدونو له اعلان وروسته بېرته بمبارۍ پیل کړي دي. ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په اګست کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې د ترهګرو پرضد د هوايي بریدونو د زیاتوالي خبره هم شوې ده.

دوی وایي دا بمبارۍ د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوي. سیګار په دې وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي وو چې طالبان دا مهال د افغانستان په څه باندې ۱۴فیصده ولسوالیو باندې یا نفوذ او یا هم کنترول لري.

طالبان تېره اونۍ د فراه ښار ته هم ننوتل چې بیا افغان ځواکونو د امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو په مرسته وشړل.

XS
SM
MD
LG