د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی او هغه یې رغوونکې بللې دي. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د ایران د تیلو د انتقال په شبکې باندې بندیز لګولی دی.
په ایران باندې د اقتصادي انزوا په لړ کې، د امریکا د مالیې وزارت د دغه هېواد د تیلو د انتقال په شبکې باندې هم نوی بندیز لګولی دی، چې په کې ۱۷ کښتۍ او د ایران د تیلو د انتقال ځېنې شرکتونه شامل دي.
د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې په یوې اعلامیې کې دا خبر ورکړی دی.
امریکايي مقامات وايي چې دغو کښتیو به د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه د ځان ژغورلو په خاطر د نورو هېوادونو بیرغونه لګول او د هغوی څخه په ګټې اخیستو سره به یې فعالیت کاوه.
دا ډول کښتۍ معمولآ د هغو هېوادونو لپاره تیل انقتالوي را انتقالوي، چې پرې بندیزونه لګول شوي وي.
د نوي بندیز په اساس، د دغو کښتیو د مالګانو او شرکتونو ټولې هغه شتمنۍ به، چې په متحدو ایالتونو کې دي او یا دلته د امریکايي اتباعو په کنترول کې دي، ګنګل کېږي.
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په ایران باندې به د امریکا تر منځمهالو ټاکنو پورې برید نه کوي او خبرې هم ورسره روانې دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ایران هم له اقتصادي پلوه او هم له پوځي پلوه په بد حال کې دی.
فورم \ دبحث خونه