د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي دي چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي.
سنټکام د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې دا بریدونه د واشنګټن په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي دي.
سنټکام زیاته کړې ده چې" دا بریدونه د هرمز په تنګي کې د تجارتی کښتیو او په سیمه کې د میشتو امریکایي ځواکونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري د سپاه پاسداران د بریدونو د هڅو په لړ کې پیل شوي دي."
امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام هم د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای پرځای کړي، بریدونه وکړل.
د سنټکام په وینا، د متحدو ایالتوتنو پوځ، په خارک جزیره کې د ایران د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې چې د هرمز د تنګي لپاره فوري ګواښ ګڼل کیده (دقیق او محدود اقدام) ترسره کړ.
ایران د خارک پر ټاپو د متحدو ایالتونو د بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو بریدونه وکړل.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به ورکړي.
فورم \ دبحث خونه