د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمانانو د نیویارک په ښار کې امنیتي ګزمې وکړې


په نیویارک کې د مسلمانانو استازي وایي د دغو امنیتي ګزمو یو هدف یې د مسلمانانو امنیت ساتل دي
په نیویارک کې د مسلمانانو استازي وایي د دغو امنیتي ګزمو یو هدف یې د مسلمانانو امنیت ساتل دي

په نیوزیلنډ کې پر مسلمانانو له برید وروسته د امریکا د نیویارک په ښار کې مېشتو مسلمانانو امنیتي ګزمې وکړي.

په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو باندې په برید کې شاوخوا ۵۰ مسلمانان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د نیویارک د دغو امنیتي ګزمو هدف د مسلمانانو د غونډو او ځایونو امنیت ساتل او پر هغوی د ممکنه بریدونو مخنیوی بلل کیږي. مسلمانانو خپل موټرونه د نیویارک ښار د پولیسو موټرونو غوندې جوړ کړي او"السلام علیکم" یې پرې لیکلی دی.

د غونډې یو ګډونوال محمد خان امریکا غږ ته وویل چې پر امنیتي ګزمو سربېره دوی د مشورو ورکولو ۲۴ ساعته خدمتونه هم کوي چې د نیویارک په بیلابیلو برخو کې اوسیدونکي مسلمانان نور هم سره نژدې او یو ځای کړي.

نیویارک په نړۍ کې یو ګڼ مذهبي او ګڼ فرهنګي ښار بلل کیږي چې د بېلابېلو هېوادونو مسلمانان هم په کې ژوند کوي. ګزمه کوونکي مسلمانان وسلې نلري، خو د امنیت ساتلو په برخه کې روزل شوي دي او د جمعې په ورځو کې یې بې سرپرسته او بې سرپنا خلکو ته ویړیا ډوډۍ هم ورکړه.

تر دې مخکې په ۱۹۷۰م کې یهودانو او بیا د نورو مذهبونو خلکو په ښار کې امنیتي ګزمې وکړي چې هدف یې د اړوندو ډلو د وګړود امنیت ساتل، سلا مشورې ورکول او د جرمونو مخنیوی ښودل کیږي.

د نیویارک د بشري مرستو رسونکو ټولنو دا کار د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ د اړیکو د تېنګښت او نژدې کېدو لپاره مهم بللی دی.

د امریکا د فدرال تحقیقاتي اداره وايي چې یوازې د ۲۰۱۷م د جنايي پېښو ۶۰ سلنه یې د قومي، مذهبي او فرهنګي توپیرونو له کبله وې.

XS
SM
MD
LG