د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي 'وحشي ترهګر' به نابودوي


ټرمپ ټېنګار وکړ چې د امریکا او نړۍ دښمنان به نابودوي
ټرمپ ټېنګار وکړ چې د امریکا او نړۍ دښمنان به نابودوي

په امریکا باندې د سپتمبر د ترهګریزو بریدونو ۱۶ کاله پوره شول.

ولسمشر دونالد ټرمپ د امریکا په دفاع وزارت پنټګان کې په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د یاد په مراسمو کې برخه واخیسته او ټېنګار یې وکړ چې "وحشي ترهګر" به نابودي.

ده وویل چې ترهګرو نړۍ نا امنه کړې ده او دا چې د سپتمبر د ترهګریزو بریدونو هدف د امریکایانو ډارول وو خو" موږ نه ډاریږو. زموږ د نابود شویو دښمنانو په لست کې به د هغوې نومونه هم وراضافه شي".

نوموړي په ټېنګار سره وویل چې د امریکا او نړیوالو دښمنان به داسې ختم کړي چې بیا پر هېڅ یو ملت د برید کولو جوګه نشي. هغه وايي ترهګر هېڅ د پنا او پټېدو ځای نلري.

امریکا د سپتمبر له ترهګریزو بریدونو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه پیل کړه. ښاغلی ټرمپ وايي له دغو پېښو وروسته شاوخوا ۷۰۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د نړیوال تروریزم سره په روانې جګړې کې تر دې دمه په افغانستان کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.

د سپتمبر د یولسمې د نیویارک په نړیوال تجارتي مرکز او دفاع وزرات پنټګان باندې ترهګریز بریدونه وشول. امریکايي چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

ښاغلي ټرمپ او مېرمن یې میلاني ټرمپ په دغو بریدونو کې د وژل شویو او له دغو بریدونو وروسته د امریکايي سرتېرو د وژل شویو په یاد یوه دقیقه خاموشه ودرېدل.

XS
SM
MD
LG