د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک په حادثې کې یو تن وژل شوی دی


په نیویارک کې عیني شاهدان وايې چې یو موټر ددغه ښار په مشهور څلور لاري "ټایمز سکیور" کې پر پلي کسانو ختلی دی او لږ ترلږه یو تن یې وژلی دی.

ویل شوي چې دغې پېښې کې ۲۲ تنه نور عام خلک زخمیان شوي دي.

امریکا کې رسنۍ د نیویارک د پولیسو په حواله خبر ورکوي چې پېښه له ترهګرۍ سره ارتباط نه لري.

د موټر چلونکی د پولیسو لخوا توقیف شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له پېښې څخه خبر دی.

پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.

ددې خبر نور جزئیات وروسته خپریږي.

XS
SM
MD
LG