د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزیلنډ محکمې په جوماتونو کې د بریدګر د استیناف غوښتنه رد کړه

اسټرالیايي برینټن ټارنټ د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ کې په جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په جرم نیول شوی.
اسټرالیايي برینټن ټارنټ د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ کې په جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په جرم نیول شوی.

د نیوزیلنډ د استیناف محکمې د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۳۰) د کرایسټ چرچ ښار په جوماتونو کې د برید کوونکي، برینټن ټارنټ د استیناف غوښتنه رد کړه، او د هغه د پخواني اعتراف د بیرته اخیستلو هڅه یې "بې اعتباره" وبلله.

اسټرالیایي ټارنټ په ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۶مه، په ۲۰۱۹ کال کې په کرایست چرچ کې د النور او لین ووډ جوماتونو د بریدونو په تړاو، د ۵۱ قتلونو، ۴۰ د قتل هڅو او ترهګرۍ په جرم اعتراف وکړ.

په جوماتونو کې دا بریدونه د نیوزیلنډ په تاریخ کې تر ټولو مرګونی بلل شوي، چې په ترڅ کې یې یو افغان وګړی هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.

هغه مهال دې ترهګریز برید ډیر نړیوال غبرګونونه راپارولي و او افغانستان، د ګڼ شمیر نورو هیوادونو سره یوځای، دا برید په کلکه غندلی و.

ټارنټ د هماغه کال په اګست میاشت کې د عمر قید په سزا محکوم شو، چې د نیوزیلنډ په تاریخ کې تر ټولو سخته سزا وه.

د محکمې په وینا، ټارنټ د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې، له ۵۰۵ ورځې ځنډ وروسته د استیناف غوښتنه وکړه. د هغه وکیلانو د فبرورۍ په یوه استماعیه غونډه کې استدلال وکړ چې د هغه اعتراف په خپله خوښه نه و او د زندان د سختو شرایطو په نتیجه کې شوې وه چې د هغه رواني حالت یې اغیزمن کړی و.

خو، د دریو قاضیانو هیئت دا استدلال رد کړ. په حکم کې ویل شوي چې د ټارنټ ادعاوې متضادې وې او د زندان د رسمي سوابقو، رواني روغتیا د ارزونو او د هغه د خپلو پخوانیو وکیلانو د شهادت سره په ټکر کې وې. محکمې ټینګار وکړ چې ټارنټ د اعتراف کولو پر مهال په ذهني توګه روغ و او پر هغه هیڅ فشار یا جبر نه و شوی.

دا پیښه، چې د نیوزیلنډ ټولنه یې ولړزوله، په دغه هیواد کې د وسلې لرلو په قوانینو کې د بنسټیزو اصلاحاتو لامل شوه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG