د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: نیو زیلنډ سري لانکا ته ماتې ورکړه


د نیو زیلنډ توپ اچوونکي ټرینټ بولټ په ۱۰ اورونو کې سري لانکا ته یوازې ۳۷ منډې ورکړې، درې لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.
د نیو زیلنډ توپ اچوونکي ټرینټ بولټ په ۱۰ اورونو کې سري لانکا ته یوازې ۳۷ منډې ورکړې، درې لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ په نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) نیوزیلنډ د پنځو ویکټو په توپیر سري لانکا ته ماتې ورکړه او ددې جام نیمه پایلوبو ته د تللو لار یې ځان ته لنډه کړه.

د هند په بنګلور کې نیو زیلنډ ددې لوبې پچه وګټله او سري لانکا یې لومړۍ توپ وهنې ته وبلله. د سري لانکا ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې وسوځېدل او مخالف لوري ته یې د ۱۷۲ منډو نسبتا ټیټ هدف وټاکه.

د نیوزیلنډ لوبډلې په ځواب کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف په ۲۳ اورونو کې پوره کړ.

د نیو زیلنډ توپ اچوونکي ټرینټ بولټ په ۱۰ اورونو کې سري لانکا ته یوازې ۳۷ منډې ورکړې، درې لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د نیوزیلنډ توپ اچوونکو لوکي فرګوسن، میچل سانټنر او راچین راویندرا هم دوه-دوه ویکټې واخیستې.
د نیوزیلنډ د توپ وهنې په برخه کې پرانیستونکو توپ وهونکو ډیون کانوې او راچین راویندرا په خپل وار ۴۵ او ۴۲ منډې وکړې.

د سري لانکا دپاره کوسل پریرا ترټولو زیاتې ۵۱ مڼدې، مهیش تکشانا ۳۸ منډې او پاتې ټول لوبغاړي یې له ۲۰ په لږو منډو وسوځېدل.

د سري لانکا توپ اچوونکي انجلو متیوز د مخالف لوري دوه لوبغاړي، مهیش تکشانا او دشمنتا چمیرا یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

دا په نړیوال جام کې د سري لانکا وروستۍ لوبه وه.

نیو زیلنډ له دې بري سره ۱۰ پوانیټونه ګټلي او د روان جام نیمه پایلوبو ته د تللو چانس لري. افغانستان او پاکستان اته-اته پوانیټونه لري، او که خپلې پاتې وروستۍ لوبې وګټي نو د دغو درې هېوادونو (افغانستان، پاکستان او نیو زیلنډ) له منځ څخه به یو یې د منډو د اوسط (رن رېټ) په اساس نیمه پایلوبو ته ځي.

د افغانستان ددې پړاو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ (نومبر ۱۰) له جنوبي افریقا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG