د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: انګلنډ هالنډ ته ماتې ورکړه


د انګلنډ توپ وهونکي بین سټوکس تر نور زیاتې ۱۰۸ منډې وکړې او له هالنډ سره ددې لوبې تر ټولوه غوره لوبغاړی شو.
د انګلنډ توپ وهونکي بین سټوکس تر نور زیاتې ۱۰۸ منډې وکړې او له هالنډ سره ددې لوبې تر ټولوه غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ په نړیوال جام کې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) انګلنډ د ۱۶۰ منډو په توپیر هالنډ ته ماتې ورکړه.

د هند په پونی کې انګلنډ ددې لوبې پچه وګټله او مخالف لوري ته یې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۴۰ منډو ستر هدف وټاکه.

خو په مقابل کې د هالنډ ټول لوبغاړي په ۳۷ اورونو کې د یوازې ۱۷۹ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

د انګلنډ توپ وهونکي بین سټوکس تر نور زیاتې ۱۰۸ منډې وکړې او ددې لوبې تر ټولوه غوره لوبغاړی شو. د انګلنډ دپاره ډیویډ میلان ۸۷ او کریس ووکس ۵۱ منډې وکړې.

د انګلنډ د توپ اچونې په برخه کې، ورو توپ اچوونکو معین علي او عادل رشید د هالنډ درې – درې لوبغاړي وسوځول.

د هالنډ دپاره پرانیستونکي توپ وهونکي ویسلي بارسي ۳۷ او تیجا نیدامانورو ۴۱ منډې وکړې او پاتې زیاتره لوبغاړي یې له لسو په کمو منډو وسوځېدل.

انګلنډ او هالنډ دواړو په روان نړیوال جام کې تراوسه د خپلو اتو کړیو لوبو یوازې دوه ګټلي او د جام نیمه پایلوبو ته د تللو چانس نلري.

افغانستان په دغه جام کې تر اوسه اته لوبې کړي، څلور یې ګټلي او د لسو لوبډلو په کتار کې شپږم مقام لري.

د افغانستان ددې پړاو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ (نومبر ۱۰) له جنوبي افریقا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG