د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا په کلیسا کې برید ښځې او خاوند کړی چې تازه یې واده کړی و


په ځانمرګي برید کې ۲۰ تنه ټپي شوي خو څوک وژل شوي ندي.
په ځانمرګي برید کې ۲۰ تنه ټپي شوي خو څوک وژل شوي ندي.

په اندونیزیا کې چارواکي وایي د کاتولیکانو په کلیسا کې د یکشنبې د ورځې ځانمرګي برید یوې میرمنې او خاوند کړی و چې شپږ میاشتې وړاندې یې واده کړی و.

پولیس وایي دې ښځې او خاوند چاودیدونکي مواد په دیګ بخار کې ځای پر ځای کړې وو او په موټر سایکل سپاره وو.

په چاودنې کې ۲۰ تنه ټپي شوي خو څوک وژل شوي ندي ځکه چې د کلیسا محافظینو دغه ښځه او خاوند د کلیسا دروازې او انګړ ته د ننوتلو نه منع کړي و.

پولیسو د دې ښځې او خاوند پوره نومونه ندي افشا کړي خو ګاونډیان وایي چې سړی لقمان او میرمن یې دیوي نومیده. ګاونډیانو همدارنګه ویلي چې د هغوي عمرونه د ۲۳ او ۲۶ کالونو تر منځ و.

پولیسو د دې نوې واده شوې جوړې په کور چاپه هم اچولې.

د پولیسو یو جګپوړي چارواکي همدرانګه ویلي چې په دیګ بخار کې چاودیدونکي مواد او میخونه هم ځای پر ځای کړل شوي وو چې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوي.

پولیسو د ځانمرګو برید کوونکو د هویت د معلومولو لپاره د ډي ان اې معاینات هم کړیدي.

داسې ګمان کیږي چې دا ښځه او خاونده په اندونیزیا کې د «جامعه انشورات» غړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره یې بیعت کړی او په اندونیزیا کې یې څو بمي چاودنې کړي.

دا لومړي ځل ندی چې په اندونیزیا کې یوه کورنۍ دا ډول بریدونه کوي.

په هغه هیواد کې دا ډول تر ټولو ستره چاودنه په ۲۰۱۸ کال کې وشوه. دوه کورنیو د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې د سورابیا په ولایت کې په کلیساګانو کې ځانمرګي بریدونه وکړل او لسګونه کسان یې ووژل.

د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د یکشنبې د ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د مذهبونو سره هیڅ ډول تړاو نلري ځکه د هغه په قول تروریزم په هیڅ مذهب کې د زغم وړ ندی.

جمهور رئیس همدارنګه پولیسو ته امر کړی چې د دې پیښې په هکله دې بشپړ تحقیقات وکړي او په برید کې د ټولو لاس لرونکو شبکو په هکله دې معلومات راټول کاندي.

XS
SM
MD
LG