د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي رسنۍ: پاکستان د امریکا پلان د ایران نویو مشرانو ته وړاندې کړی؛ سپینې ماڼۍ دا لا نده تایید کړی

انځور: د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
انځور: د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف

د امریکا خبري رسنۍ وایي چې امریکا د ایران نویو مشرانو ته یو پلان وړاندې کړی چې پکې د امریکا او اسراییل د ګډو عملیاتو د پای ته رسولو دپاره چې د دریو اونیو څخه یې زیات دوام کړی او د ایران د ترهګر رژیم پاتې شوني په نښه کوي، ځانګړي شرایط پکې شامل دي.

په هغو رپوټونو کې چې د چهار شنبې په ورځ خپاره شوي دي، امریکایي رسنیو د هغو امریکایي چارواکو چې نومونه یې هم ندي په ډاګه کړي، له قوله ویلي چې پاکستان د امریکا له خوا د ۱۵ مادو څخه جوړ یو وړاندیز ایراني مشرانو ته رسولی دی.

سپینې ماڼۍ سمدستي د امریکا غږ پوښتنې ته چې ددې وړاندیز د جزییاتو په اړه و، تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړاندیز کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه‌توب به وکړي، څو د امریکا-اسراییل برید لپاره د یوه هوکړه لیک له لارې حل وموندل شي.

هغه دا وړاندیز د سې شنبې په ورځ د ایکس د ټولنیزې شبکې له لارې خپور کړ، او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دا وړاندیز په خپل ټروت سوشیل پلیټفارم کې بیا ځلي خپور کړ.

ټرمپ د هغو ایراني استازو د نومونو له یادولو ډډه کړې چې ده ویلي د هغه له سلاکارانو سره خبرې کوي. هغه ویلي چې د مارچ تر ۲۷ پورې به ایران ته وخت ورکړي چې دې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي، که نه نو هغه به د امریکا او اسراییلو ګډو عملیاتو ته چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي و، لا دوام ورکړي.

د ایکس د ټولنیزې شبکې په یو لړ پوسټونو کې، د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران د رژیم پر هدفونو نور هوايي بریدونه هم ترسره کړي دي.

دوي ویلي چې اسراییلي جنګي الوتکو د شپې له خوا په تهران کې د هوايي او سمندري جنګي تجهیزاتو د تولید پر تاسیساتو بریدونه کړي او وروسته یې د چهارشنبې په ماسپښین د ایران په پلازمېنه کې د رژیم نورې زیربناوې هم په نښه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG