د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: کندهار کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي


د کندهار سیمه ییز چارواکي‌ وايي، په دغه ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چاراواکي‌ وايي، یاد وسله وال په میوند او معروف ولسوالیو کې په هوايي حملو او مخامخ جګړو کې تر بریدونو لاندي راغلي.

د کندهارد والي ویاند عزیزاحمد عزیز د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر دریمه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د میوند ولسوالۍ د شلغمي په سمه کې تېر ماسختن د وسله والو یو ډاټسن موټر تر هوايي برید لاندي راغلی چې په ترڅ کې يې پکښې سپاره ۷ وسله وال وژل شوي.

دغه وسله وال په هوايي حمله کې وژل شوي
دغه وسله وال په هوايي حمله کې وژل شوي

دی زیاته وي چې برید په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت طیارو له لوري تر سره شوی.

د کندهار ولایت ویاند همدارنګه وویل چې دغه راز په یوه جلا پېښه کې ډيورنډ کرښې ته نږدې په معروف ولسوالۍ کې هم ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

عزیز په دې اړه زیاته وي چې وسله والو لومړی د افغان قواوو پر هغه اکمالاتي کاروان برید وکړ چې غوښتل يې د معروف ولسوالۍ مرکز ته اکمالات وکړي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

دی وايې چې"د ولسوالۍ په مني بند او توغړي سیمه کې وسله والو د افغان ځواکونو پر کاروان برید وکړ چې د مخامخ جګړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ وسله وال پکښې وژل شوي او ۱۰ نور تپیان دي."

نوموړي په دې پېښه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو یوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې د وسله والو په برید کې ۳ پوليس وژل شوي.

په معروف کې ۱۲ طالبان وژل شوي
په معروف کې ۱۲ طالبان وژل شوي

معروف د کندهار په جنوب ختیځ کې له ډیورنډ کرښې او د زابل ولایت له نا امنه سیمو او میوند ولسوالي بیا د کندهار په لوېدیځ کې د هلمند او اروزګان ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې د کندهار د نورو سیمو په پرتله پکښې زیاتي نا امنۍ دي.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG