د لاس رسي وړ اتصالات

په یوه چاودنه کې څه دپاسه ٣٠ طالبان وژل شوي


د کندهار ولایت مقامات وایي په یو موټر کې د ځای پر ځای شویو بمونو په چاودنه کې وسله والو طالبانو ته ستره مرگ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز امریکا غږ ته وويل چې وسله والو غوښتل د کندهار او زابل ولایت په سرحد کې د ملي پوځ پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړي چې تر برید دمخه تیره شپه له دغې پیښې سره مخامخ شوي دي.

ښاغلي عزیز وویل چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کندهار امیتي مقاماتو ویلي چې دا پیښه په معروف ولسوالۍ کې شوې ده.

معروف د کندهار په شمال ختیځ ۱۸۰ کيلو میترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې په خپلواکه توګه پکښې د یادي پېښي تائید چا ندی کړی.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

تیره ورځ هم افغان مقاماتو رپوټ ورکړی و چې لږ تر لږه ٢٨ طالب جنگیالي د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې په خپل منځي جگړو کې وژل شوي دي.

د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د شنبې د ورځې په ماښام د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترځ کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ یو ویاند څارمن قسیم ازاد امریکا غږ ته وويل چې یوه لویه ډله وسله وال طالبان هغه وخت تر برید لاندي راغلل چې له یوې سیمي څخه بلي ته د تګ په حال کې وو.

هغه زیاته کړه "نن ماښام د شاولیکوټ ولسوالۍ په ویان سیمه کې پر دغو وسله والو برید شوی چې له سیمي څخه تیریدل او د بریدونو لپاره غوښتل چیري ولاړه شي۱۱ تنه يې وژل شوي او جسدونه يې هم په سیمه کې پراته دي".

څارمن ازاد زیاته وي چې افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

شاولیکوټ د کندهار په شمال سل کیلو میتری کې پرته ولسوالي ده چې د کندهار – اروزګان لار ورڅخه تېره شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG