د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجریا مذهبي مشران نایجر ته تللي چې د نظامي مشرانو سره وګوري


نایجر کې تیره میاشت پوځ کودتا وکړله او واک یې په لاس کې واخیست.
نایجر کې تیره میاشت پوځ کودتا وکړله او واک یې په لاس کې واخیست.

د نایجریا د مذهبي مشرانو یوه ډله شنبه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) د نایجر پوځي مشرانو سره چې تیره میاشت یې په کودتا کې واک ونیوه، د خبرو لپاره ورغلي دي.

د نایجر د نوي رژیم یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې مذهبي مشرانو ښه راغلاست لپاره د نایجر نوی ټاکل شوی صدراعظم علي مهمان لمین زین پخپله هوایي ډګر ته ورغلی و.


مذهبي مشران ټول مسلمانان دي چې مشري یې شیخ بالا لاو کوي. هغه په نایجریا کې د ایزالا په نامه د سلفيانو خوځښت مشر دی.

یوې سرچینې چې د دې پلاوي په هکله معلومات لري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا ډله د نایجریا د مشر بولا تینوبو په خوښې د منځګړتوب لپاره نایجر ته روان شویدي.

د نایجریا مشر د لویدیځې افریقا د اقتصادي ټولنې (ایکواس) مشر دی.

دې سزمان تیره اوونۍ د نایجریا نظامي مشرانو ته مهلت ورکړی و که نیول شوی جمهور رئیس محمد بازوم خوشې نکړي، پر ضد به یې نظامي مداخله وشي.

په ځواب کې د نایجر نظامي مشرانو خبرداری ورکړی و چې د نظامي مداخلې په صورت کې به بې واکه شوی جمهور رئیس ووژني.

دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د مذهبي مشرانو ډله غواړي د نایجر نظامي مشرانو ته په ډاګه کړي چې نایجریا د هغوي سره جګړه کول نه غواړي او دا چې د نظامي مداخلې پریکړه هم نایجریا نه بلکې د ایکواس سازمان کړې چې اوس یې د نایجریا جمهور رئیس مشر دی.

د نایجر د کودتا مشرانو د سیمې د هېوادونو او لویدیځ له خوا د پوځي اقدام خبرداری بابېزه ګڼلی او ولسمشر بازوم یې په پلازمینه نیامي کې په خپل کور کې نظربند کړی دی.

د کودتا کوونکو د ډلې ویاند امادو عبدالرحمان د ختیځې افریقا او نړیوالې ټولنې دریځ په نایجر کې "بهرنۍ لاسوهنه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا به یې د هېواد دپاره "ویجاړوونکې پایلې" ولري.

نایجر د ساحل په بې ثباته سیمه کې د امریکا یو کلیدي ملګری هیواد بلل کیږي. د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پدغه هیواد کې د امریکا د سلګونو پوځیانو په موقعیت کې بدلون نه راځي.

شنونکي وايي د نایجر کودتا کوونکي په بورکېنا فاسو، مالي او ګیني کې ملاتړي لري او له هغوی سره یې غونډې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG