د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د پله غورځیدو پیښې په تړاو ۹ تنه نیول شوي


د هند پوځ هم سیمې ته رسیدلی چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.
د هند پوځ هم سیمې ته رسیدلی چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

په هند کې چارواکي وایي د دې هیواد د ګجرات په ایالت کې د سیند پر سر د جوړي شوي پله د نړیدو په تړاو چې لږ تر لږه ۱۴۱ تنه پکې وژل شوي ې ۹ تنه یې نیولي او تمه کیږي چي نور کسان به هم ونیول شي.

د هند پولیسو دوشنبه اکټوبر ۳۱ (لړم) ویلي د هغه شرکت مدیران یې هم نیولي چې د دې پله چارې یې سمبالولې.

پولیسو همدرانګه ویلي چې د پله د چارو د سمبالوونکي شرکت (Oreva Group) پر ضد یې د مشکوک قتل قضیه ثبت کړې.

په عین حال کې ځایي مطبوعاتو ویلي چې دې پله ته د ګجرات ایالات د حکومت لخوا د خوندیتوب او یا دا چې آیا د خلکو د رتګ راتګ لپاره چمتو دی او که نه تصدیق لیک ندی ورکړل شوی.

دا پول تقریباً ۱۵۰ کاله پخوا جوړ شوی و ، د څه باندې ۷ میاشتو راپدیخوا یې د بیا رغاونې چارې روانې وې او د نړیدو څخه پنځه ورځې وړاندې د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې خپل خپلوان یې د پله د غورځیدو په پيښه کې مړه یا ژوبل شویدي.

چارواکو ویلي چې سلګونه کسان ددې پله پر سر د دیوالي جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي و چې یو دم یې مزي وشلیدل او سیند ته لاندې ولوید.

د هند پوځ د ژغورونکو سره یو ځای سیمې ته تللی چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

د پله د نړیدو پدې پیښې کې ې لږ تر لږه ۱۴۱تنه وژل شوي او تر سلو ډیر ټپي شویدي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د نغدو پیسو د مرستواعلان کړ او سیمې ته یې په سمدستي توګه د لټون او ژغورنې د ټیمونو د لیږلو غوښتنه کړې.

په هند کې د پلونو په ګډون د زړو زیربناوو دا ډول پیښې وخت ناوخته کیږي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم د کلکتې په ښار کې یو پول چې د سړک د پاسه جوړ شوی و، ونړید او ۲۶ تنه پکې ووژل شول. د ژغورنې عملې د همدې پله د خاور خزلو څخه ۱۰۰ تنه ژوندي وژغورل.


په یوې بلې پیښې کې چې په ۲۰۱۱ کال کې د هند په شمال ختیځ کې د دارجلینګ په ښاګوټي کې وشوه، هلته هم یو پول نړیدلی و او لږ تر لږه ۳۲ تنه پکې وژل شوي و.


XS
SM
MD
LG