د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې تښتول شوي ماین پاکان خوشې شول


د لوګر امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې موسسې نهه تنه کارکوونکي، د یکشنبې په ورځ وسله والو د لوګر مرکز سره نږدې برمته کړي وو.
د لوګر امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې موسسې نهه تنه کارکوونکي، د یکشنبې په ورځ وسله والو د لوګر مرکز سره نږدې برمته کړي وو.

په لوګر ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې مخالفووسله والو په دغه ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې بهرنۍ موسسې هیلو ټرست برمته شوي نهه ماین پاکان تیرماښام بیرته خوشې کړي دي.

د لوګر امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې موسسې نهه تنه کارکوونکي، د یکشنبې په ورځ وسله والو د لوګر مرکز سره نږدې برمته کړي وو.

د لوګر امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه کسان د لوګر د ولایت د مرکز پل علم د داود خېلو له سيمې څخه له يوه کماز موټر سره يو ځای د ازرې ولسوالۍ يوې غرنۍ سيمې ته تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې که څه هم پوليسو د دغو برمته شويو کسانو د خلاصون په اړه پلټونکي عمليات پيل کړي وو، خو وسله والو پرته له عملياتو او يا کومې بلې معاملې هغوی بېرته ازاد کړي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چې له برمته شويو ماين پاکانو سره بيول شوی موټر اوس هم له وسله والو سره دی، خو ورته ويلي دي، چې موټر وروسته ورلېږي.

د هلو ټرسټ د ماين پاکۍ د موسسې د دغو کارکوونکو د تښتونې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو د لوګر چارواکي يې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو کار بولي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په لوګر او پکتيا ولايتونو کې د ماين پاکۍ د یو شمیرموسسو لسګونه کارکوونکي ناپېژاندو وسله والو برمته او وروسته یې خوشي کړي دي.

XS
SM
MD
LG