د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ په عملیاتو کې نهه فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي - سرچینې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په فلسطین کې د روغتیا مسئولین او یو شمېر عیني شاهدان وايي چې نن چهارشنبه فبروري ۲۲ (کب درېیمه) په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل پوځ په عملیاتو کې د دریو وسله والو په ګډون نهه تنه وژل شوي‌ او شاوخوا ۹۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د اسرائیل پوځ مني چې د «نابلس» په سیمه کې یې عملیات کړي خو ‌په اړه یې نور جزیات ورکړي‌ نه دي.

په فلسطین کې د «اسلامي جهاد» ډلې ویلي چې د اسرائیل پوځ د دوی دوه سیمه ایز قومندانان محاصره کړي چې جګړه یې وپاروله او نور وسله وال هم په کې دخیل شول.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په سیمه کې د چاودنې غږونه اورېدل شوي‌ او د سیمې ځوانان زرهي موټرونه په ډبرو وېشتلي دي.

په فلسطین کې سرچېنو ویلي دي چې د «اسلامي جهاد» دوه قومندانان او یو بل وسله وال وژل شوي دي.

همدغه راز په وژل شویو کې د مسئولینو په وینا د یو ۷۲ کلن او یو ۱۴ کلن ولسي خلک هم شامل دي. ډاکټران وايي چې ۹۷ نو فلسطینیان ژوبل شوي چې د شپږو یې وضعیت ښه نه دی.

نابلس او ورڅېرمه سیمه جنین د فلسطینانو له یو برید وروسته، له تېر کال راهېسې د اسرائیل پوځ د عملیاتو مهمه نقطه بلل کېږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي‌ چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل راپدېخوا تر دې دمه د اسرائيل پوځ په عملیاتو کې ۵۷ تنه وژل شوي چې وسله وال او ولسي خلک په کې شامل دي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د فلسطینیانو په بریدونو کې ۱۰ اسرائیلیان او یو اوکرایني سیلاني وژل شوي‌ دي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د ولسمشر محمود عباس ویاند نبیل ابو رودینه وویل: «موږ په نابلس کې د یرغل برید غندو او زموږ په خلکو باندې د روانو بریدونو د ختمولو غږ کوو.»

د حماس ډلې،‌ چې د غزې په تړانګه کې واکمنه ده، ویلي‌ دي چې په نابلس کې حالت څاري. د دغې ډلې ویاند ابو عبیده په خپل ټیلیګرام کې لیکلي‌ دي چې «زموږ په خلکو باندې د دښمن له لوري روان جنایت څارو او صبر مو تمامېږي». حماس او اسلامي جهاد ډلې وخت ناوخت د اسرائیل په ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG