د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د جنورۍ په ۳۱ (سلواغې ۱۱) د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه.

په رام الله کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره تر لیدو وروسته ښاغلي بلینکن د "هغو بې ګناه فلسطینی ملکي وګړو چې د تېر کال په اوږدو کې د سختو تاوتریخوالو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی" خپله خواخوږي او غمرازي څرګنده کړه.

اسرائیل په ځینو مواردو کې ویلي چې د دوی ځواکونو په غلطۍ سره د هغو اورپکو په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې چې د اسرائیلو په ملکي وګړو باندې د وژونکو بریدونو سره تړاو لري، ملکي وګړي وژلي دي.

د روان کال له پیل راهیسې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ د ماشومانو، ملکیانو، بریدګرو او افراطیانو په ګډون د ۳۵ فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوی دی. په ورته وخت کې د یو ماشوم په ګډون شپږ اسرائیلي ولسي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د اسرائیل او فلسطین مشرانو ته د هر هغه اقدام په وړاندې خبرداری ورکړ چې د دوو دولتونو - فلسطین او اسرائیل د جوړولو د حل په وړاندې ستونزې رامنځته کوي.

د اسرائیل د ښي اړخه حکومت محافظه کاره مشرانو ته په خطاب کې، بلینکن وویل چې په دې پلان کې "د میشت ځایونو پراخول، د بهرنیو پوستو قانوني کول، ویجاړول او ایستل" شامل دي، خو د دغو قضیو په تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ حکومت په ټوله لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو د پراخولو کلک ملاتړ کوي؛ هغه میشت ځایونه چې د نړیوال قانون له مخې غیر قانوني ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د ارامتیا غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG