د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو د سولې په بهیر کې په درېیو اساسي برخو کې خپلې ژمنې نقض کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان فرد سره د افغان سولې مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي اتمر له قوله ویلي: "هغوی (طالبانو) د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي زندانیان بیا د جګړو لیکو ته سوق کړي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او دغه راز له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي".

په دې لیدنه کې چې د چهارشنبې په ورځ د فبروري څلورمه (سلواغه ۱۵) شوې، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي تهران ته د طالبانو د پلاوي د وروستي سفر په اړه د افغانستان لوري ته معلومات ورکړي دي.

د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د دوحې د توافق په اساس د حکومت له بند څخه د طالب جنګیالیو خوشې کول په دغې ډله کې "کاذبه باور او د بریا خوښي" رامنځ ته کړې ده.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي: "موږ د سولې په هیله زندانیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې طالب د دوحې له توافق څخه او زموږ د خیر او نیک نیت څخه بل تعبیر کړی دی".

طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اساس د ۲۰۲۰ کال تر وروستیو پورې ۵۵۰۰ طالب بندیان د افغانستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG