د لاس رسي وړ اتصالات

۹۰ تنه ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي د جرمنې د سولې کلي موسسې په همکارۍ یې ۹۰ تنه ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره دغه هیواد ته ولېږل.

د افغان سرې میاشتې ټولنې نن پنجشنبه (مارچ ۲۴(وري څلورمه) په دې اړه مراسمو کې وویل چې دغه افغان ماشومان یا سخت سوي و او د هډوکو ماتېدو په ناروغیو اخته و.

د دغه بنسټ مسؤلینو د معلوماتو په اساس، وروسته تر هغه چې دغه ماشومان د سولې کلي موسسې د ډاکترانو لخوا معاینه او انتخاب شول تر هغه وروسته د لا درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.

د افغان سرې میاشې د بهرنیو اړیکو رئیس غلام حبیب وویل: "د افغان سرې میاشتې ټولنه هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو څخه د بېوزله او ناچاره کورنیو د ماشومانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي."

پر همدې مهال ۱۹ تنه افغان ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي، تر درملنې وروسته بیرته افغانستان ستانه شوي او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې ۳۲ کاله مخکې د جرمنې د سولې کلي موسسې سره د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی او له هغه وخت څخه بیا تر دا مهاله څه باندې ۴۵۰۰ د سوي او د هډوکو ماتېدونکو ماشومانو درملنه یې کړې ده.

د سرې میاشتې ټولنې مسؤلین وايي، چې په راتلوونکې کې به د سوي او هډوکو ماتېدو په ناروغیو اخته ماشومانو درملنې ته دوام ولري.

XS
SM
MD
LG