د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د اسرائیل سفارت مخې ته چاودنه شوې

د هند په پایتخت نوې ډهلي کې چارواکو سه شنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) وویل چې د اسرائیل سفارت مخې ته په چاودنې کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

چارواکو ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې کوي. د پیښې سیمې ته د خلکو تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې.

د چاودنې څخه وروسته اسرائیل په هند او ځانګړې توګه پایتخت نوې ډهلي کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د احتیاط څخه کار واخلي.

د اسرائیل د ملي امنیت شورا یوې اعلامیې کې چې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر لخوا خپره شوې راغلي، "چاودونه ښایي حمله وي".

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې اسرائیل په ټولې نړۍ کې خپلو سیاسي استازولیو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي.

د چاودنې په هکله د اسرائیل د سفارت ویاند ګای نیر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "مونږ تائیدولی شو چې د ماسپښین په ۵ بجو او شلو دقیقو سفارت سره نږدې یوه چاودنه شوې".

د هند امنیتي ادارې یو چارواکي چې د پیښې په هکله یې پلټنې کولې، د پیښې څخه تقریباً درې ساعته وروسته یې د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې هیڅ داسې کوم شی یې ندی موندلی چې د چاودنې نوعیت پرې معلوم کړي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې او د هند او اسرائیل حکومتونو یې هم ملامتي په چا نده اچولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG