د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان شتمني نه انتقالیږي


د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په روځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل تر هغه وخته چې محکمې حکم نه وي کړی، د افغانستان کنګل شوې شتمني نه انتقالیږي.

جن ساکي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل هغه څه چې د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د افغانستان د شتمنیو په اړه بیان کړي"د یوه بهیر یو جز دی او تر هغه چې محکمې حکم نه وي صادر کړی، هیڅ پیسې نشي انتقالیدلای".

میرمن ساکي‌ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې جمهور رئیس بایډن د فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) د یوه اجرایوي فرمان په صادرولو سره د افغانستان اقتصادي‌ او بشري کړکیچ ته د رسیدګۍ په هدف د افغانستان بانک د یوه اندازه کنګل شويو پیسو د آزادیدو پریکړه وکړه.

د ښاغلي بایډن د فرمان له مخې، امریکا به هڅه وکړي‌ چې په هغه هیواد کې د بشري او اقتصادي مشکلاتو د هواري په برخه کې ۳.۵ میلیارد ډالرو ته د لاسرسي زمینه مساعده کړي.

خو د فرمان له مخې، د افغانستان ۳.۵ میلیارده پاتې ډالر به په امریکا کې پاتې شي څو دغو پیسو ته د سپټمبر د ۱۱ پیښو د قربانیانو د لاسرسي د ادعا په اړه په محاکمو کې پریکړه وشي.

د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې د انتقال په اړه د جمهور رئیس بایډن پریکړه، د طالبانو، یو شمیر سیاسي څیرو، عامو افغانانو او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د یو شمیر نړیوالو سازمانونو له سخت انتقاد سره مخ شوه.

د بشري حقونو د څار سازمان د بایډن په دې پریکړه انتقاد کړی او ویلي دي چې نوموړی د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کیدو هڅه کوي.

میرمن ساکي د سه شنبې په ورځ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، جمهور رئیس بایډن هڅه کوي چې د افغانستان د شتمنیو یوه برخه د هغه هیواد د خلکو په ګټه وکارول شي او له هغه پرته به دا پیسې کنګل شوي پاتې شي او نشي کیدای هغه هیواد ته ولیږدول شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه، بایډن د یوه فعال ګام په پورته کولو سره په راتلونکې کې د افغانستان د خلکو په ګټه د هغه هیواد د ۳.۵ میلیاردو ډالرو د استفادې پریکړه وکړه.

میرمن ساکي‌ وویل د سپټمبر د ۱۱ د پیښو د قربانیانو د کورنیو غړو او خپلوانو د امریکا په فدرال محکمه کې د طالبانو پر ضد دعوا کړې څو د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

میرمن ساکي وویل:"بنا د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر به په متحدو ایالتونو کې پاتې شي.په دې اړه به د محکمې حکم او رایه پریکړه وکړي."

سپینې ماڼۍ ددې په اړه چې محکمه به څه وخت د جمهور رئیس بایډن د اجرایوي حکم په اړه پریکړه وکړي جزیات ورنکړل خو ټینګار یې وکړ چې د بایډن د اجرایوي فرمان هدف د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د برابریدو لپاره د کنګل شویو پیسو د یوې برخې آزادیدل وو.

XS
SM
MD
LG