د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او ننګرهار کې د افغانستان د پانګې په اړه د بایډن د فرمان ضد لاریونونه


کابل کې لاریون کوونکي
کابل کې لاریون کوونکي

د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو نن سه شنبه فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) د افغانستان د پانګې د اېشلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اجرائیوي فرمان په غبرګون کې لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکو د افغانستان ته د ګنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارل کېدو، «سپټمبر یوولسمې پېښه د افغانستان په ملت پوري هیڅ اړه نلري» او د ډول نور شعارونه ورکول. دوی همدغه راز وویل چې امریکا باید د افغانستان پیسې د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورنکړي.

د ولسمشر جو بایډن د فرمان په اساس ټاکل شوې د افغانستان د کنګل شوو پیسو له جملې څخه ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړي شي.

مظاهره کوونکو وویل چې متحده ایالات او متحدین یې باید په تیرو ۲۰ کلونو کې د جګړې له امله «د زرګونو افغانانو د وژل کېدو او افغانستان د ویجاړۍ» تاوان ورکړي. اعتراض کوونکو همدارنګه وویل د افغانستان د شتمنیو په اړه ولسمشر بایډن باید خپل فرمان لغو کړي.

پر همدې مهال په ننګرهار ولایت کې هم ګڼ شمېر کسانو نن په همدې اړه لاریون کړی دی. د باختر دولتي خبري آژانس د معلوماتو په اساس په دغه لاریون کې پانګوالو، صرافانو او سوداګرو ګډون کړی و.

د تیرې جمعې را وروسته د ولسمشر بایډن یادې پرېکړې ته په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي او په کابل کې دا دوهم لاریون چې په دې اړوند کیږي. د تیرې شنبې په ورځ هم په کابل کې یو شمېر کسانو لاریون کړي او ویلي و ترڅو چې ولسمشر بایډن خپل پرېکړه بیرته وانخلي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

بلخوا د طالبانو حکومت د افغانستان د کنګل شوي پانګې په اړه د امریکا متحده ایالاتو جو بایډن تر اجرائیوي فرمان څلور ورځې وروسته په خپل غبرګون کې دا پرېکړه غندلې او هغه یې د دوحې د توافقنامې خلاف بللې ده.

څو ورځې مخکې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د متحده ایالاتوو ولسمشر باید پر خپل پرېکړې باندې له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوي پیسې باید د افغانستان خلکو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG