د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي افغانستان لپاره د ۱۱۰زرو په شمېر کې پوځ جوړوي 


د طالبانو جنګیالي
د طالبانو جنګیالي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي چې د افغانستان لپاره د ۱۱۰۰۰۰سرتیرو غښتلې اردو په جوړولو یې کار پیل کړی دی.

ښاغلي یعقوب تېره ورځ د افغانستان د ملي‌ تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د طالبانو مشرتابه دا پلان منظور کړی دی.

هغه وویل: «د اوس لپاره چې موږ کوم تصمیم نیولی دی او د مشرتابه لخوا موږ ته هدایت شوی دی تر ۱۱۰زره کسانو پورې موږ تصمیم لرو چې اردو ولرو.... اینده کې به بیا ضرورتونو ته ګورو چې په څومره حد کې مخ ته تللای شو او څومره اردو ته دا هېواد ضرورت لري.»

هغه ټېنګار وکړ داسې اردو به جوړوي چې په خبره یې « په خپلو پښو ولاړه» او «په هیچا تکیه نه وي».

ښاغلي یعقوب وویل چې د دغه پوځ د جوړولو لپاره نوملیکنه پیل شوې او تر دې دمه «۸۰۰۰۰» کسانو نومونه لیکلي‌ دي. هغه وویل چې «۱۰۰۰۰» عسکرو وار دمخه پوځي روزنې ترلاسه کړي‌ او فارغ شوي‌ دي، خو ویې نه ویل چې دا کسان چېرې روزل شوي‌ او چا روزلي دي. له کومې ورځې چې طالبانو واک ترلاسه کړی،‌ د دغې ډلې د جنګیالیو دقېق شمېر معلوم نه دی.

د طالبانو د دفاع وزیر دا خبره هم وکړه چې د افغانستان د مخکني حکومت مسلکي پوځي کسان چې په بهرنیو هېوادونو کې یې زده کړې او یا هغه کسان چې د روزنې لپاره استول شوي‌، کولای شي چې راشي‌ او کار وکړي.

امریکا او ناټو په تېرو دوو لسیزو کې څه باندې ۸۰ میلیارد ډالر ولګول چې د افغانستان امنیتي‌او دفاعي ځواکونه وروزي، تجهیز او منظم یې کړي. خو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته،‌ د افغانستان جمهوري نظام سقوط‌ او د افغانستان شاوخوا ۳۰۰زره امنیتي‌ او دفاعي‌ ځواکونه وپاشل شول.

طالبانو شاوخوا ۲۰ کاله له دغو ځواکونو سره جګړه وکړه او د راپورونو په اساس یې په دغې مودې کې شاوخوا ۷۰زره غړي وژلي ‌دي.

ښاغلي یعقوب په خپلې مرکې کې د افغانستان د هوايي ځواک یادونه هم وکړه او ویې ویل چې تر دې دمه یې ۴۰ څرخي او غیر څرخي الوتکې بېرته منظمې کړي‌ او پروازونو ته یې چمتو کړي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویدیوګانې او تصویرونه خپاره شوي‌ چې په کې ښودل کېږي‌ یو شمېر طالب جنګیالي د افغانستان د مخکني پوځ له الوتکو سره لوبې کوي او نظامي وسایل زیانمنوي‌ او یا یې خیال نه ساتي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش «سیګار» مشر جان ساپکو څو ورځې مخکې امریکا غږ ته وویل چې د هغو راپورونه په اړه پلټنې کوي چې وایي طالب مشران د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات خرڅوي.

په پام کې ده چې ښاغلی ساپکو بله میاشت د امریکا ګانګرس ته راپور ورکړي ‌چې د افغانستان پوځي تجهیزات او وسايل دا مهال د چا په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG