د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ویاند د تخلیې اړوند خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ


د طالبانو ویاند ذبیح الله
د طالبانو ویاند ذبیح الله

بهر ته د افغانانو د تګ د بندیز په اړه د ګڼ شمېر کسانو تر اعتراض وروسته د طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه مارچ لومړۍ (کب لسمه) د خپلو تیرو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د وروستیو څرګندونو هدف یې داو چې یوازې اسناد نلرونکي، غیر اصولي او په قاچاقي ډول بهر ته تګ منعه دی.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"بهر ته د افغانانو د تللو په تړاو زما د خبرو مطلب دا وو چې اسناد نه لرونکي، غیر اصولي او په قاچاقي ډول خارج ته تګ چې هیوادوال له خطر سره مواجه کوي منعه دی. هغه هیوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي له هیواده دباندي سفرونه کولای شي او هم په اطمنان سره هیواد ته راتللای شي."

ښاغلي مجاهد تیره یکشنبه په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل ترڅو چې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ښاغلي مجاهد ورته ویلي دي: «حکومت د خلکو د ساتلو مسئولیت لري او له همدې کابله دا «تخلیه» به تر هغه وخت پورې بنده وي‌ تر څو پورې چې موږ ته اطمینان راکړل شوی نه وي‌ چې د هغوی «افغانانو» ژوند په خطر کې نه دی.»

ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې دوی له چا او څه ډول اطمینان غواړي.

نوموړي په ترکیه او قطر کې د افغانانو وضعیت د بېلګې په ډول یاد کړ چې په خبره یې په ښه حالت کې نه دي. له کابل څخه یو شمېر افغانان چې د تخلیې په پروګرام کې اېستل شوي، د اسنادو تر تکمیل کېدو پورې په قطر کې په کمپونو کې مېشت کړل شوي‌وو. ترکیې ته هم یو شمېر افغانان تللي دي.

امریکا او نور هېوادونه غواړي له افغانستان څخه خپل همکارانو او هغه خلک، چې فکر کېږي د طالبانو په حکومت کې کې یې ژوند په خطر کې دی، له افغانستان څخه وباسي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او له هغه وروسته امریکا او نورو هېوادونو څه باندې۱۲۰زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې له هېواد څخه واېستل چې اکثریت یې د امریکا متحدو ایالتونو کې مېشت کړل شول.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د مخکني حکومت د پوځ غړي، چارواکي،‌د بشري حقونو فعالانو او نور شامل دي. په دوی کې یې ځینې داسې دي‌ چې په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند د امکاناتو او اسانتیاو څخه شکایتونه کوي.

XS
SM
MD
LG