د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام بند کړ


کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه واېستل شول
کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه واېستل شول

د طالبانو حکومت وايي تر څو چې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه فبروري اوومه (کب ۸) وویل په کابل کې په خبري کنفرانس کې دا څرګندونې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ښاغلي مجاهد ورته ویلي دي: «حکومت د خلکو د ساتلو مسئولیت لري او له همدې کابله دا «تخلیه» به تر هغه وخت پورې بنده وي‌ تر څو پورې چې موږ ته اطمینان راکړل شوی نه وي‌ چې د هغوی «افغانانو» ژوند په خطر کې نه دی.»

ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې دوی له چا او څه ډول اطمینان غواړي.

ښاغلي مجاهد په ترکیه او قطر کې د افغانانو وضعیت د بېلګې په ډول یاد کړ چې په خبره یې په ښه حالت کې نه دي. له کابل څخه یو شمېر افغانان چې د تخلیې په پروګرام کې اېستل شوي، د اسنادو تر تکمیل کېدو پورې په قطر کې په کمپونو کې مېشت کړل شوي‌وو. ترکیې ته هم یو شمېر افغانان تللي دي.

امریکا او نور هېوادونه غواړي له افغانستان څخه خپل همکارانو او هغه خلک، چې فکر کېږي د طالبانو په حکومت کې کې یې ژوند په خطر کې دی، له افغانستان څخه وباسي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او له هغه وروسته امریکا او نورو هېوادونو څه باندې ۱۰۰افغانان د تخلیې په پروګرام کې له هېواد څخه واېستل چې اکثریت یې د امریکا متحدو ایالتونو کې مېشت کړل شول.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د مخکني حکومت د پوځ غړي، چارواکي،‌د بشري حقونو فعالانو او نور شامل دي. په دوی کې یې ځینې داسې دي‌ چې په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند د امکاناتو او اسانتیاو څخه شکایتونه کوي.

طالبان داسې مهال د تخلیې د ځنډولو خبره کوي‌ چې څه موده مخکې په ابوظبۍ کې سلګونو افغانان مظاهره وکړه او د امریکا له حکومت څخه یې وغوښتل چې له دې ځای څخه دې دوی ژر وباسي او امریکا ته دې یې واستوي.

په ابوظبۍ کې د امریکا سفارت مقاماتو د دغو مظاهره کوونکو له استازو سره لیدلي‌او ژمنه یې کړې ده چې د اسنادو له تکمیلېدو وروسته به امریکا ته انتقال شي.

دا خلک وایي که بېرته وطن ته ستانه شي، طالبان به یې ونیسي، شکنجبه او وبه یې وژني. خو طالبان وايي‌ چې دوی عمومي «عفوه» اعلان کړې ده او دوی له ټولو افغانانو غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

مګر د بشري‌حقونو ځينې سازمانونه او فعالان وايي‌ چې د طالبانو په ژمنو باور نشي کېدای.

د یو بل خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې په اوکراین کې د بند پاتې شویو افغانانو د مصون ایستلو لپاره به له ټولو امکاناتو څخه کار اخلی. د باختر خبري اژانس وايي‌ چې شاوخوا ۵۰۰ افغانان په اوکراین کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG