د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ ملتونه: افغان استازي عمومي اسامبلۍ کې له وینا کولو ډډه وکړه


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام اسحاقزی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام اسحاقزی

ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه سپتمبر ۲۷ (تلې۵) د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام اسحاقزی وینا وکړي او طالبان وننګوي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم له لست څخه لېرې شوی دی.

د ملکرو ملتونو یوې ویاندې مونیکا ګرایلې په دې اړه وویل: « دغه هېواد (افغانستان) په عمومي بحث کې له ګډون څخه ځان وویست.»

نوموړي‌ وویل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت د دغه کار د علت په اړه څه نه دي ویلي‌.

تر دې مخکې طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو استول شوي لیک کې غوښتي ‌وو چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر «امیر خان متقي دې د دغه سازمان په غونډه کې «ګډون» وکړي.

د طالبانو په لیک کې ټېنګار شوی و چې ښاغلی اسحاقزی نور په ملګرو ملتونو کې «د افغانستان استازیتوب» نکوي. طالبانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر یو غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل حکومت استازی نوماند کړی دی.

د سپتمبر په ۱۵ نېټه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام اسحاقزي د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش ته په یو لیک کې د افغانستان د ماموریت د غړو نومونه استولي‌ وو.‌ په لیک کې نوموړی د افغانستان دایمي استازی یاد شوی و او ملګري ملتونه یې لا هم د افغانستان استازی بولی.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یو چارواکي له قوله،‌ چې نوم یې ذکر شوی نه دی، ویلي دي‌ چې «یوازې (د افغانستان) ماموریت له لست څخه وتلای شي.»

په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي‌ دفتر لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکا، روسیې او چین په ګډون د ملګرو ملتونو یوه نهه کسیزه کمېټه کولای شي چې د طالبانو استول شوې غوښتنه ومني یا یې رد کړي.

تر دې مخکې ښاغلي اسحاقزي له ملګرو ملتونو غوښتي ‌وو چې په خپل مقام کې دې یې پرېږدي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او د نړیوالو له غوښتنې او ټېنګار سره سره یې بیا هم «همه شمول» حکومت جوړ نکړ. دوی خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه او ټول غړي‌ یې «د اسلامي‌ امارت» اتباع دي او هېڅ یوه ښځه په کې نشته.

د ملګرو ملتونو د ویناوالو له لست څخه د ښاغلي‌اسحاقزي نوم داسې مهال لېرې کیږي چې تر دې څو ساعتونه مخکې د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني په فیسبوک کې په خپرې شوې اعلامیې کې د نورو خبرو تر څنګ دا هم ویل شوي وو چې ښاغلی «اسحاقزی داسې مهال نن په ملګرو ملتونو کې خبرې کوي‌ چې» هېڅوک یې تر شا نشته.

د ښاغلي‌غني په ټویټر کې بیا وروسته ولیکل شول چې د هغه فیسبوک پاڼه هک شوې وه او دا د هغه خبرې نه دي.

XS
SM
MD
LG