د لاس رسي وړ اتصالات

د نوبل د طب جایزه امریکايي او برتانوي سایسنپوهانو ته ورکړل شوه


د نوبل د طب جایزه ګټونکي
د نوبل د طب جایزه ګټونکي

د نوبل د ۲۰۲۰ د طب او روانشناسۍ جایزه په ګډه دوو امریکايي او یو برتانوي ساینسپوهانو هاروي الټر، مایکل هوټن او چارلس رایس ته ورکړل شوه.

د نوبل د جایزې جنرال سکرتر توماس پېرلمان وویل چې دغو سایسنپوهانو ته ځکه دا جایزه ورکړل شوه چې هغوی د « تور زیړي Hepatitis C » ویروس په اړه دقیقه مطالعه او څېړنه کړې ده.

د دوی د څېړنو په اساس به د «توري زیړي» د ویروس سره د مبارزې لارې چارې اسانه کړي.

د ۱۹۰۱ څخه راپدیخوا دا ۱۱۱ځل دی چې په دغه برخه کې سایسنپوهانو ته د نوبل جایزه ورکول کیږي.

د معنوي ارزښت تر څنګ،‌ د دغې برخې د جایزې ګټونکو ته به ۱.۱ میلیون ډالر هم ورکول کیږي.

د فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې د نوبل جایزې به هم د سه شنبې او جمعې په ورځو کې ګټونکو ته ورکړل شي.‌

د اقتصاد د نوبل د جایزې ګټونکی به بله دوشنبه اکتوبر ۱۲ اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG