د لاس رسي وړ اتصالات

د نوبل د سولې جایزه اعلانیږي، کاندیدان یې وپېژنئ


سږکال د سولې جایزه ۹،۳۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالره ارزښت لري.
سږکال د سولې جایزه ۹،۳۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالره ارزښت لري.

په سویډن کې د نوبل جایزو کمیټه د جمعې په ورځ (اکتوبر۱۱) د سولې کلنۍ جایزې اعلانوي. ګڼ شمیر کسان، موسسې او اتحادیې ورته کاندیدې شوي دي.

د جایزې ګټونکي به په پلازمینه اسلو کې د سهار په ۱۱ بجو اعلان شي. سږکال د سولې جایزه نهه میلیونه سویډنې کرون ده چې (۹،۳۰۰،۰۰۰) امریکايي ډالره ارزښت لري او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په لسمه به ګټونکي ته ورکړل شي.

په کاندیدانو کې یو هم د انترکتیکا شورا ده چې په ۱۹۹۶ کال کې تاسیس شوې ده. پدې شورا کې د امریکامتحده ایالات، کاناډا، روسیه، فنلنډ، ناروې، ډنمارک او ایسلنډ غړیتوب لري.

د انترکتیکا د وچې شورا د نوبل د سولې جایزې ته کاندیده ده.
د انترکتیکا د وچې شورا د نوبل د سولې جایزې ته کاندیده ده.

دغه شورا د انترکتیکا د وچې اړوند ټولو همکاریو، همغږیو او په ځانګړې توګه د باثباته پرمختیایي پروګرامونو او چاپيریال ساتنې مسایلو کې د دولتونو په سطحه ګډ کار کوي.

بل کاندید د بی پولې خبریالانو اداره ده. د پولې خبریالان د بشري حقونو هغه نړیواله ډله ده چې د رسنیو د آزادۍ د دفاع لپاره کار کوي او د بیان آزادي د بشر لمړنی مدني حق ګڼي.

د بی پولی خبریالانو ټولنه د رسنیو د آزادۍ دفاع کوي.
د بی پولی خبریالانو ټولنه د رسنیو د آزادۍ دفاع کوي.

بل کاندید د (اس.او.اس) په نوم موسسه ده چې د مدیترانې په سمندر کې د مهاجرینو د ژغورنې ماموریت ترسره کوي. ددی موسسې مشري د ایټاليي، فرانسې او جرمني لخوا کیږي او د مدیترانې په سمندرې کې د کډوالو د ژغورنې په برخه کې يي ډیر مهم رول لوبولې چې ګمان کیږي، د نوبل د سولې جایزه به وګټي.

د اس.او.اس موسسه به مدیترانې سمندر کې د مهاجرینو د ژغورنې ماموریت ترسره کړې.
د اس.او.اس موسسه به مدیترانې سمندر کې د مهاجرینو د ژغورنې ماموریت ترسره کړې.

د سعودي عربستان بندي شوی خبریال رئف بدوي هم د نوبل د سولې جایزې کاندید دی. بدوي د یو شخصي ویبلاګ چلوونکی دی چې په ۲۰۱۲ کال کې اسلام ته د سپکاوي، سایبري جرمونو او پلار ته د بی احترامۍ په تورونو په لس کاله بند محکوم شو.

رئف بدوي بندي شوی، نغدي جریمه او په دُرو وهل شوی.
رئف بدوي بندي شوی، نغدي جریمه او په دُرو وهل شوی.

هغه ۲۶۶ زره امریکايي ډالره نغدي جریمه شوی هم او زر درې وهلو سزا يي هم ولیده. بدوي په خپل ویبلاګ کې د سعودي عربستان په مذهبي رهبرۍ انتقادونه کړي وو او په سعودي کې د مذهبي رسم و رواج کې يي د بدلون غوښتنه کړې وه.

د ګریتا تنبرګ په نوم خبریاله هم د سولې جایزې ته کاندیده شوې ده. ګریتاتنبرګ د یوې مطبعې چلوونکې ده چې په ټولو کاندیدانو کې ډیره ځوانه ده. ارزونکي فکر کوي چې د هغې کم عمر به کیدلی شي د جایزې په ګټلو کې د هغې چانس کم کړي.

ګریتا تنبرګ ۱۶کلنه ده.
ګریتا تنبرګ ۱۶کلنه ده.

ګریتا تنبرګ شپاړس کلنه ده او د اقلیمي بدلون په برخه کې يي د اګاهۍ دپاره ډیر کار کړې. هغې لمړی په خپل ټاټوبي سویډن کې په یوازی سر مبارزه پیله کړه او په یو کال کې دننه د نړۍ په سطحه د اقلیم د ساتنې د نړیوال تحریک په رهبرې بدله شوه، چې د نیلسن مندیلا، جیمي کارتر او میخائیل ګرباچوف په څير د اکثریت پام يي جلب کړې دی.

ادوارډ سنوډن هم سږکال د سولې جایزې ته کاندید دی. سنوډن د امریکا د استخباراتو پخوانی فراري مامور دی چې کیدلی شي د ۲۰۱۹ کال د نوبل د سولې جایزه وګټي.

سنوډن د امریکا د کورني امنیت ځنی محرم معلومات رسوا کړي وو.
سنوډن د امریکا د کورني امنیت ځنی محرم معلومات رسوا کړي وو.

سنوډن د امریکا د کورني امنیت ځنی محرم معلومات رسوا کړل او د امریکايي مقاماتو له ویرې وتښتیدو. هغه د ملي امنیت محرم معلومات چې تیلیفوني مکالمې او ایمیلونه پکې شامل وو، د ګارډین او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو په شمول يي نورو مطبوعاتو ته ورکړي وو.

د نوبل د سولې جایزې د ګټلو دپاره یوه روسۍ خبریاله هم کاندیده شوې. دا خبریاله نوایا ګزیتا نومیږي او د یوې خپلواکې ورځپاڼې مسؤله ده.

د ایتوپیا صدراعظم ابی احمد هم د سولې جایزې دپاره ځان کاندید کړی دی. صدراعظم ابی په ۲۰۱۸ کال کې د ایرتریا سره د پخلاینې او یوځای کیدو معاهده لاسلیک کړې او کوشش يي وکړ چې په ایتوپیا کې نوې دیموکراتیکه آزادي رامنځ ته کړي.

د ایتوپیا صدراعظم ابی احمد هم د سولې جایزې دپاره ځان کاندید کړی دی.
د ایتوپیا صدراعظم ابی احمد هم د سولې جایزې دپاره ځان کاندید کړی دی.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۹۸ کال نه تر ۲۰۰۰ کاله پورې په جګړو کې تر اویازرو زیات خلک وژل شوي او د ۲۰۰۰کال د سولې د یوې موافقې په تطبیق هم ناکامه شوي وو.

XS
SM
MD
LG