د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١٩ کال د طب نوبل جایزې گټونکي اعلان شول


د ٢٠١٩ کال د طب نوبل جایزه دوه امریکایي او یو بریتانوي ډاکټرانو وگټله
د ٢٠١٩ کال د طب نوبل جایزه دوه امریکایي او یو بریتانوي ډاکټرانو وگټله

د ٢٠١٩ کال د طب نوبل جایزه دوه امریکایي او یو بریتانوي ډاکټرانو وگټله. دوی دغه جایزه د فزیولوژۍ په برخه کې چې څنگه د وجود حجرې د اکسجن کچه احساسوي او په وړاندې یې څنگه غبرگون ښیي اخیستې ده.

د طب نوبل جایزې د دریو وړونکو په ډله کې د هاروارډ پوهنتون څخه امریکایي ډاکتر ویلیام جي کالین او د جانز هوپکنز پوهنتون استاد گریگ سیمنزا او همدا شان د بریتانیا د اکسفورټ پوهنتون استاد او د فرانسیس کریک انستیتوت غړی پترجي راتکلیف شامل دي.

د نوبل جایزې کمیټه وایي ددغو دریو پوهانو څیړنو د کم خونۍ، سرطان او نورو امراضو په وړاندې د مبارزې لپاره نوې ستراتیژیو ته لاره پرانیستې.

د نوبل جایزو کمیټې ویلي چې دغو دریو پوهانو د انسان د بدن بیولوژیکه دستگاه په نښه کړې چې د اکسیجن د مختلفو سطحو په وړاندې د ژنونو د عکس العمل څرنگوالی تنظیموي.

د وینې د سرو کریواتو او د نویو رگونو د تولید او همداشان د بدن د ایمني سیستم د تنظیم لپاره د اکسیجن د مختلفو کچو په وړاندې د بدن د حجرو یا سلولونو عکس العمل ډیر عمده گڼل کیږي.

د رپوټونو له مخې دوی به ٩١٨٠٠٠ ډالر سره مساوي وویشي. دا د ١٩٠١ میلادي کال راهیسې چې د نوبل جایزه پیل شوې د طب په برخه کې ١١٠ جایزه ده.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزه د الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه چې یو سویډنی بډایه صنعتکار او د ډینامیټ مخترع و. د نوبل لومړنۍ جایزه په ١٩٠١ میلادي کال کې د ښاغلي نوبل له مړینې نه پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG