د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې مېشتو اقتصاد پوهانو د نوبل د اقتصاد جایزه وګټله 


د نوبل د ۲۰۲۱ د اقتصاد د جایزې ګټونکي
د نوبل د ۲۰۲۱ د اقتصاد د جایزې ګټونکي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې دریو مېشتو اقتصادپوهانو ډیویډکارډ، جاشوا انګریست او ګویدو ایمبنسته د نوبل د ۲۰۲۱ د اقتصاد جایزه ورکړل شوه.

ښاغلي کارډ، انګریست او ایمبنس په امریکا کې د روزمزد په زیاتوالي، په کډوالۍ او تعلیم باندې د اقتصادي اغېزو د ښودلو لپاره«طبعي تجربې» ازمایلې وې.

د نوبل د اقتصاد جایزه «په اقتصادي‌ علومو کې د سویډن بانک جایزه» نومېږي او له ۱۹۶۸ څخه راپدیخوا د دغې برخې مبتکرینو ته، د الفرد نوبل، په یاد ورکول کیږي.

د نوبل د اقتصادي جایزې ګټونکو ته د سره زرو د مډالونو تر څنګ ۱.۱ میلیون ډالر نقدي جایزه هم ورکول کیږي.

کارډ ۶۵ کلن دی او د امریکا د کلفورنیا ایالت د برکلي پوهنتون استاد دی. انګریست ۶۱ کلن دی او د مسه چوستس د تکنالوژۍ د څانګې استاد او ۸۸ کلن ایمبنس بیا د سټنفورډ د پوهنتون د اقتصاد استاد دی.

د نوبل جایزې ورکوونکې کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي دي:‌«دغو دریو ګټونکو د کار د باراز په اړه نوی نظر ایجاد کړی دی او دا یې ښودلې چې د طبیعي تجربو څخه د علت او معلول په اړه څه نتیجه ترلاسه کېدای شي.»

اعلامیه وايي چې د دغو دریو اقتصادپوهانو څېړنو د علت او معلول د موندلو په اړه د نړۍ ډرې اجتماعي پوښتنې ځواب کړي دي.

دوی په خپلو تحقیقاتو کې له «طبیعي ازمایښتونو» څخه کار اخیستی او پلټنې یې کړي دي چې «اتفاقي پېښې او د پالیسۍ تغیرات څنګه له یوې ډلې خلکو سره د متفاوت چلند لامل کیږي. دا اقتصادي تحقیق یو طبي تحقیق ته ورته بلل شوی.»

اقتصاد پوه کارډ د کار په بازار باندې د حداقل دستمزد، کډوالۍ او تعلیم د اغیزو په اړه څېړنه کړې ده. د نوموړي دا څېړنه له ۱۹۹۰ څخه راپدیخوا پيل شوې وه او د بېلګې په ډول یې دا ښودلې چې د حد اقل روزمزد زیاتېدل الزامآ په بازار کې د کاري فرصتونو د کموالي لامل کیږي.

انګریست او ایمبنس بیا د ځانګړو لارو چارو په موندلو سره د دغو طبیعي ازمايښتونو تفسیر او څېړنه اسانه کړې دي.

د ۲۰۲۰ د نوبل اقتصادي‌ جایزه هم دوو امریکايي اقتصاد پوهانو ته ورکړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG