د لاس رسي وړ اتصالات

دوو امریکایي ساینسپوهانو د نوبل د طب جایزه وګټله


د نوبل د طب جایزې دوه ګټونکي ساینسپوهان
د نوبل د طب جایزې دوه ګټونکي ساینسپوهان

د امریکا د متحدو ایالتونو دوو عالمانو دیوید جولیوس او اردم پاتاپوتین د طب په برخه کې د نوبل د سږکال نړیواله جایزه وګټله.

دوی د حرارت او د انسان د بدن د لمس د حس په اړه ابتکارات او نوي کشفیات کړي وو.

د نوبل د جایزو منصفه پلاوي د دوشنبې په ورځ اکتوبرڅلورمه (تلې۱۲) وویل: «دا نوښتګره کشفیات دي... د نوبل جایزې دغو ګټونکو موږ ته وښوده چې تودوخه، یخ او میکانیکي ځواک څنګه عصبي خوځون راپاروي او بدن څنګه هغه درک کوي او ځان ورسره عیاروي.»

دا دواړه د امریکا د کالفورنیا ایالت په پوهنتون کې استادان دي، دوی ته د نوبل جایزې د ورکولو تر څنګ، ۱.۱ میلیون ډالره نقدي جایزه هم ورکول کیږي.

تېرکال د نوبل د طب جایزه دوو ویروس پېژندونکو ته ورکړل شوه چې د هیپاتیت سي د ویروس په اړه یې کشفیات کړي‌ وو.

تېرکال همدغه راز د کروناویروس له کبله د نوبل د جایزو د ورکولو بهیر ځنډېدلی و.

ټاکل شوې چې سبا سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه د فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې جایزې اعلان او ګټونکو ته ورکړل شي.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزې د یو سویډني صنعتګر، بډای الفرد نوبل، په غوښتنه په ۱۹۰۱کال کې د هغه د مړینې نه پنځه کاله وروسته پیل او وېشل یې شروع شو.

په ۲۰۲۰ کې د نوبل د سولې جایزې ته د افغانستان د پارلمان یوه پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم کاندیده وه. مېرمن کوفي تېر کال د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د مذاکره کوونکو د هیئت غړې وه چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي. د خوراک نړیوال سازمان د تېرکال د سولې جایزه وګټله.

XS
SM
MD
LG