د لاس رسي وړ اتصالات

کوچیانو ته د پولیو د گټو په اړه پوهاوی


په پکتیکا کې روغتیايي مسوولین وايي، د پولیو ضد واکسین په اړه په دې ولایت کې د نورو خلکو ترڅنګ د کوچیانو ذهنیت هم مثبت بدلون کړی او د پخوا په پرتله یې د روغتیايي ټیمونو سره همکاري زیاته شوې ده.

که څه هم په پکتیکا کې لا هم زیاتې کورنۍ د بېلا بېلو دلیلونو له مخې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکوي، خو په دې ولایت کې روغتیايي مسوولین خبر ورکوي، چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروسي ناروغۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی دی.

په پکتیکا کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمد نور وایي، چې د عامو خلکو ترڅنګ اوس د پولیو ضد واکسین له تطبیق سره د کوچیانو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

هغه وویل ډېر هغه کوچیان چې پخوا یې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو سره مخالفت درلوده، اوس د واکسین په ګټو پوهېدلي دي "...کوچي وروڼه زمونږ سره ډېر همکار دي، د تګ پرمهال که دوی هر څومره په بېړه هم وي، زمونږ ټیمونو ته دریږي او ماشومان واکسینوي، مونږ له دوی هیله لرو چې همکاري دوامداره وساتي".

محمدنور همداراز په کوچیانو کې د ذهنیت د تغیر عمده لامل د تبلیغاتو زیاتوالی بولي.

یو تن کوچی دین محمد چې کډه یې بار او د پاکستان پر لورې روان و وویل: "مونږ بې سواده یو نه پوهېږو چې واکسین ګټور دي کنه خو ډاکټران وايي ګټور دي. مونږ یې هم ماشومانو ته ورکوو، ټول خلک باید خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په خپل وخت ورکړي".

یو بل تن کوچی محمد آمین بیا له رضاکاره ټیمونو سره همکاري د هر وګړي مسوولیت ګڼي: "مونږ هر وخت ماشومانو ته واکسین ورکوو خو کوچیانو ته ډېره توجه نه کېږي، مونږ له دولت څخه غواړو چې مونږ ته د واکسین ترڅنګ په هره برخه کې پوره پاملرنه وکړي".

که څه هم کوچیان د ګرمي په موسم کې د افغانستان یخو او د یخ په موسم کې د پاکستان ګرمو سیمو ته له هغو لارو تېریږي چېرته، چې هر کال د پولیو زیاتې مثبت پېښې رامنځته کېږي، خو تر دې دمه په کوچي ماشومانو کې هېڅ د پولیو پېښه نه ده لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG