د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د انسانانو د مړینې ۷۴سلنه عوامل غیر ساري ناروغۍ دي - راپور


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) په یو راپور کې وویل چې د زړه تکلیف، سرطان او شکر په ګډون غیري ساري ناروغۍ په نړۍ کې د انسانانو د ۷۴ سلنې مړینې عوامل دي.

د روغتیا سازمان وايي له دغو ناروغیو سره مقابله به د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوري. د راپور په اساس اکثریت دا ډول ناروغۍ د درملنې وړ دي.

وايي د دغو ناروغیو عوامل د ژوند ناسالم شرایط دي چې هرکال ۴۱ میلیون انسانان، چې اکثریت یې تر ۷۰ کالونو کم عمر لري، مړه کوي.

دغه راپور ته «نه لیدل کېدونکې شمېرې» نوم ورکړل شوی دی. راپور وايي چې د زړه تکلیف، سرطان، شکر او نفس تنګي مرګوني نارغۍ دي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د غیر ساري ناروغیو د برخې مشر بنت میکلسن په ژینو کې خبریالانو ته وویل: «د غیر ساري ناروغیو له کبله په هرو دوو ثانیو کې تر ۷۰ کلونو کم عمر یو کس مري، له دې سره سره بیا هم په غیر ساري ناروغیو باندې داخلي او بهرنۍ بودیجه کمه لګول کېږي. دا یوه رښتینې فاجعه ده.»

د راپور په اساس، هغه افراد چې د شکر او چاقۍ له رنځ څخه کړیږي او په کرونا ویروس اخته شي، تر نورو ډېر د ساري ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.

ښاغلي میکلسن وویل چې په بې وزلو هېوادونو کې اکثریت خلک د درملنې او وقایې توان نلري او په خبره يې دا یوازې یوه صحي مسئله نه ده بلکې، د توازن او «برابرۍ» مسئله هم ده. د روغتیا د نړیوال سازمان دا راپور وايي چې د زړه تکلیف د افغانستان او منګولیا په ګډون ډېرو هېوادونو کې د انسانانو د مړینې لوی عامل دی.

د دخانیاتو استعمال، ناسالم غذايي رژیم، د الکولي مشروباتو مضره کاروونه، ککړ چاپېریال او د فزیکي فعالیت نشتوالی د ساري ناروغیو عمده عوامل ګڼل شوي دي. راپور وايي چې اته میلیون خلک د ناسالم غذايي رژیم له کبله مړه شوي دي. همدغه راز د راپور په اساس ۱.۷ میلیون نور خلک د الکولي مشروباتو د مضرې کارونې له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG