د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین اتم پړاو پیل شو


د طالبانو حکومت روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تازه سرتاسري کمپاین پیلېدو خبر ورکړ او ویلي یې دي چې په دغه کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۹.۹ میلیون ماشومان واکسین شي.

دغه وزارت نن دوشنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه کمپاین د نړیوالو همکارانو په مرسته په ټولو ولایونو کې پيل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: "دا په هیواد کې د روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی چې مخکې له دې شپږ سرتاسري او یو فرعي کمپاین په بریا سره تطبیق شوي دي چې د پولیو د ویروس د کنټرول په برخه کې یې ښې پایلې لرلې دي."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې اوس مهال افغانستان تر بل هر وخت د پولیو ویروس ناروغۍ محوه کېدو ته نژدې شوی دی.

د دغه وزارت په وینا د روان میلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې نسبت تیر کال ته د پام وړ کموالی پکې راغلی دی.

که څه هم د روغتیا وزارت په کونړ ولایت کې د پولیو تازه پیښې ثبتېدو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویل کیږي چې د پولیو دغه تازه پېښه په روانه سپټمبر میاشت کې د کونړ ولایت په پېچ درې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ویل کیږي چې په پولیو اخته شوی ماشوم یو درې کلن هلک دی.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست د پولیو له منځه وړل یو له مهمو پروګرامونو څخه بللی هغه ویلي: " لا هم زیاتو هڅو ته اړتیا ده چې و لسونه او د ټولنې مشران د پولیو پروګرام کارکوونکو سره مرسته وکړي ترڅو ټول ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي او ددې ناروغۍ په وړاندې په بشپړه توګه وقایه او خوندي شي او ددې ناروغی ټغر د تل لپاره له افغانستان نه ټول شي."

د طالبانو روغتیا وزارت پر داسې مهال د پولیو ضد واکسین نوي کمپاین پیلېدو خبر ورکوي چې تېره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې د پولیو ضد ۸۶.۷ میلیون ډوزه واکسین تطبیق کړی دی.

XS
SM
MD
LG