د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا ګډو پوځي تمرینونو ته شمالي کوریا تند غبرګون ښودلی


د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې د نظامي کمیسیون د غونډې مشري د دې هیواد مشر کیم جونګ اون کوله.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې د نظامي کمیسیون د غونډې مشري د دې هیواد مشر کیم جونګ اون کوله.

په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې دې هیواد د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمرینونو په غبرګون کې د "جګړې د مخنیوي لپاره د مهمو او عملي اقداماتو" پریکړه کړې.

د کوریا د مرکزي خبري اژانس یکشنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۱) په راپور کې ویل شوي چې دا پریکړه د واکمن ګوند د نظامي کمیسیون په غونډې کې وشوه چې مشري یې پخپله د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون کوله.

په راپور کې راغلي، "په غونډې کې پدې بحث او پریکړه وشوه چې د جګړې د مخنیوي لپاره د لا ګټورو، ځواکمنو او تندو اقداماتو لپاره مهم عملي ګامونه واخیستل شي".

په راپور کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړل شي ویل شوي چې د شمالي کوریا د نظامي کمیسیون د پریکړې هدف د روان وضعیت سره مقابله کول دي او دا چې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو جګړه پاروونکي اقدامات "سرو کرښو" ته رسیږي.

شمالي کوریا داسې مهال د دې اقداماتو اعلان کوي چې ټاکل شوې متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د دوشنبې په ورځ د "آزادۍ سپر" په نامه داسې ستر نظامي تمرینونو پیل کړي چې په تیرو پنځو کالونو کې ساری نلري.

واشنګټن او سیول ویلي چې تمرینات د شمالي کوریا د "امنیتي چاپیریال" د بدلون لپاره کیږي .

دغه ډول نظامي تمرینونه د شمالي کوریا د غصه کیدو سبب کیږي او ادعا لري چې پدې هیواد د یرغل کولو لپاره تیاری دی. پیونګ یانګ دا هم وایي چې د توغندیو او اتومي وسلو پروګرام یې د ځان د دفاع لپاره دی.

خو بل پلو بیا مبصرین چې د شمالي کوریا د چارو په هکله معلومات لري وایي چې دا هیواد ښایي د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو نظامي تمریناتو په بهانې نور پارونکي اقدامات وکړي. دوي وایي چې شمالی کوریا ښایي نور توغندي او آن د اتومي وسلو آزمایښت وکړي.

د شمالي کوریا مشر د همدې تیرې جمعې مارچ لسمې نیټې د هیواد پوځ ته امر کړی و چې د "واقعي جګړې" لپاره دې پوځي تمرینونه ډیر کړي.

د شمالي کوریا دولتي مطبوعاتو ویلي چې ښاغلي کیم د نظامي تمریناتو پر وخت د هیواد سرتیرو ته وویل چې د "جګړې د مخنیوي او په جګړې کې د لومړي ګام اخیستو ستراتیژیکو ماموریتونو" لپاره دې تیار اوسي.

شمالي کوریا پدې تیرو څو میاشتو کې د هغو وسلو آزمایښتونه ډیر کړي چې په استعمال یې بندیز دی او د همدې پاروونکو اقداماتو په غبرګون کې واشنګټن او سیول دفاعي همکاري ډیره کړې.

تر دې وړاندې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور چې پدې هیواد کې ډیر اثر او رسوخ لري، تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې پیونګ یانګ د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا پر ضد "چټک او قاطع" عمل کولو ته چمتو دی.

کیم یو اونګ دا خبرداری یوه ورځ وروسته تر هغه ورکړ چې متحده ایالاتو د جنوبي کوریا د جنګي الوتکو سره په ګډه د کوریا د ټاپو وزمې پر سر د بي- ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پروازونه وکړل چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري.

په اعلامیې کې چې د شمالي کوریا په دولتی مطبوعاتو کې خپره شوې راغلي،" مونږ د متحده ایالاتو د ځواکونو او جنوبي کوریا د لاسپوڅي پوځ په لالهانده نظامي اقداماتو نظر ساتو او تل د خپل قضاوت سره سم د مناسب، چټک او قاطع عمل کولو لپاره د تیارسۍ په حال کې یو".

د شمالي کوریا دې جګپوړې چاروړاکې همدرانګه ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا دا نظامي تطبیقات پیونګ یانګ مجبوروي چې د مهار کولو لپاره یې باید یو څه وکړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG