د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا قاره ویشتونکی بالستیک مزایل آزمایلی


د شمالي کوریا بالستیک مزایل
د شمالي کوریا بالستیک مزایل

د سهیلي‌ کوریا او جاپان چارواکو د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) وویل شمالي کوریا یو قاره ویشتونکی بالستیک مزایل آزمایلی چې د جاپان په انحصاري اقتصادي سیمه کې راپریوتی دی.

دا قاره ویشتونکی مزایل وروسته له هغه وتوغول شو چې پیونګ یانګ د سهیلي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو ته د غبرګون ښودلو خبرداری ورکړ.

په تیرو اوو اوونیو کې دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا خپل بالستیک توغندی ازمایي. دغه توغندی د کوریا په وچه کې د سهیلي کوریا او امریکا له ګډو پوځي تمرینونو یوازې څو ورځې دمخه ازمایل شوی دی.

د جاپان د حکومت یو جګپوړي ویاند هیروکازو ماتسونو خبریالانو ته وویل د شمالي کوریا دغه مزایل له کابو ۶۶ دقیقو پرواز وروسته د یاد هیواد په انحصاري اقتصادي سیمه کې راغورځیدلی دی.

د جاپان دفاع وزیر یاسوکازو هامادا ویلي ښایي چې د شمالي کوریا دغه بالستیک مزایل د ۱۴ زره کیلومترو پرواز ظرفیت ولري او وکولای شي د امریکا د وچې هره نقطه په نښه کړي.

د شمالي‌ کوریا پوځیانو د فرانسې خبري آژانس ته ددغه بالستیک مزایل د ازمایښت د تائید تر څنګ ویلي دي چې یاد مزایل د نهه زره کیلومترو پرواز وړتیا لري.

د سهیلي کوریا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا او سهیلي کوریا د مزایل مشخصات او جزیات تحلیل او تجزیه کوي.

د کوریا په وچه کې نظامي تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې شمالي کوریا یو کال مخکې ځان د (نه ستنیدو وړ) یو اټومي هیواد اعلان کړ او کابو هره اوونۍ یې تسلیحاتي ازمایښتونه په خاص ډول د بالستیک مزایل وازمایل.

ددې کار په ځواب کې واشنګتن او سیوول د کوریا په وچه کې خپل ګډ پوځي تمرینونه زیات کړل او په امنیتي برخه کې یې خپله همکاري پیاوړې کړه.

له دې مخکې شمالي کوریا د جمعې په ورځ فبروري ۱۷ ګواښ وکړ که واشنګټن او سویل له وړاندې خپل پوځي تمرینونه عملي کړي هغوی به "قوي، عاجل او بې ساري ځوابونه" ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سهیلي کوریا او متحده ایالات د خپلو کلنیو پوځي تمرینونو لپاره چمتوالی نیسي. ددغو پوځي تمرینونو هدف د شمالي کوریا د زیاتیدونکو اټومي تهدیداتو په وړاندې تیاری دی. خو شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د واشنګټن او سیوول پوځي تمرینونه د پیونګ یانګ په وړاندې د جګړې لپاره تیاری دی.

XS
SM
MD
LG