د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا جاپان ته خبرداری ورکړی دی


شمالي کوریا په جاپان له دې کبله اعتراض کړیدی چې وايي په پیونگ یانگ دې نور بندیزونه ولگول شي.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت بیان خپورکړی دی. په بیانیې کې راغلي دي چې دا به د جاپان غټه سهوه وي که فکر وکړي چې په کوریا کې به جنگ وی او جاپان به مصون وي.

په بیان کې خبرداری ورکړ شویدی چې په جاپان به سخته حمله وشی که چیری د امریکا سره یو شي.

د دې مطلب نه څو ورځی مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټام ډیلن ویلي وو چې که چیري شمالی کوریا خپله رویه بدله کړي نو واشنگتن غواړي چې ددغه هېواد سره اساسی خبرې وکړي.

شمالي کوریا پر ځان باندي د ملگرو ملتونو د خوا په نویو لګېدولیو بندیزونو چې تیره میاشت کې پرې د اټمي ازموینې نه وروسته لگېدلي دي، ډیره په قار ده .
XS
SM
MD
LG