د لاس رسي وړ اتصالات

د ځمکې مدار ته د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو لپاره د شمالي کوریا هڅه یو ځل بیا ناکامه شوه


د شمالي کوریا دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، اګسټ ۲۴ (وږي دویمه) وویل، چې د ځمکې مدار ته ددغه هېواد د یوې استخباراتي سپوږمکۍ د استولو هڅه یو ځل بیا ناکامه شوې ده.

څو میاشتې وړاندې پیونګ یانګ د لومړي ځل لپاره فضا ته د سپوږمکۍ د لېږلو هڅه وکړه، خو سپوږمکۍ لېږدوونکی راکټ له الوتنې وروسته نسکوره شوه.

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون، فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ استول د خپل حکومت د لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړی دی.

د شمالي کوریا فضايي ادارې ویلي، د مالیګیانګ -۱ په نوم، دویمه استخباراتي سپوږمکۍ، د پنجشنبې په سهار د یوه نوي ډول راکټ پر مټ فضا ته وتوغول شوه.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس د راپور له مخې، د راکټ د توغولو لومړۍ او دویم پړاونه په عادي ډول پرمخ ولاړل، خو د توغولو په بېړني سیستم کې د ستونزې له امله، دریمه مرحله له ناکامۍ سره مخامخه شوه.

د شمالي کوریا حکومت پداسې حال کې چې د پیښې لامل کومه "لویه ستونزه" نه ګڼې، خو بلخوا یې ژمنه وکړه چې په اکتوبر کې به دریمه ازموینه ترسره کړي.

بلخوا د سویلي کوریا پوځ ویلي، چې د پنجشنبې په سهار یې ددغه راکټ د توغولو په اړه هغه مهال معلومات ترلاسه کړل،‌ چې یاد راکټ په نړیوال فضايي حریم کې د ژیړ سمندرګي له پاسه تېر شو.

د سویلي کوریا پوځي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد پوځ تل د تیارسي په حال کې دی او د امریکا له متحدو ایالتونو سره نږدې همغږي دی.

په ورته وخت کې جاپان ویلي دي چې شمالي کوریا په دغه راکټ کې د 'ممنوعه بالسټیک توغندیو' تکنالوژي کارولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پیونګ یانګ څخه غوښتي چې له هر ډول ګواښونکي اقدام څخه ډډه وکړي او د جدي ډپلوماسۍ په لور خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG