د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته په بالونونو پورې تړلي د کثافاتو کڅوړې استولي


بالونونه چې له خځلو ډکې کڅوړې ورپورې تړل شوي، د شمالي کوریا له لورې جنوبي کوریا ته استول شوي دي.
بالونونه چې له خځلو ډکې کڅوړې ورپورې تړل شوي، د شمالي کوریا له لورې جنوبي کوریا ته استول شوي دي.

د جنوبي کوریا رسنیو د چهارشنبې په ورځ می ۲۹ (غبرګولي نهمه) وویل چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا لور ته په هوايي بالونونو پورې تړل شوي په سلګونو د خځلو او فاضله موادو ډکې کڅوړې خوشې کړي دي.

د جنوبي کوریا مقاماتو د پیونګ یانګ دا اقدام غندلی او هغه یې "د ټیټې کچې عمل" بللی دی.

د جنوبي کوریا په رسنیو کې ددغو سپینو بالونونو او ورپورې تړل شویو کڅوړو عکسونه وروسته له هغه خپاره شول چې شمالي کوریا د دې اونۍ په پیل کې خبرداری ورکړ چې سیول ته د سزا ورکولو په خاطر به ددغه هېواد سرحدي سیمې په کثافاتو ولړي.

د جنوبي کوریا چارواکو خپلو اتباعو ته ددغو بالونونو په اړه خبرداری ورکړی. په هغه پیغام کې چې په ګیونګګي ولایت کې د تلیفون له لارې د جنوبي کوریا اتباعو ته خپور شوی، راغلي: "له بیروني فعالیتونو څخه ډډه وکړئ او د نااشنا توکو د لیدلو په صورت کې سمدستي پوځي مرکزونو ته راپور ورکړئ."

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت دغه تصویر خپور کړی چې پکې د شمالي کوریا څخه د مشکوک بالون په واسطه ورغلي خځلې ښودل شوي.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت دغه تصویر خپور کړی چې پکې د شمالي کوریا څخه د مشکوک بالون په واسطه ورغلي خځلې ښودل شوي.

د جنوبي کوریا د پوځ د لویو درستیزانو کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شمالي کوریا دغه اقدام "په ښکاره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او په جدي توګه زموږ د اتباعو خوندیتوب ته خطر پېښوي."

غج اخیستل

د جنوبي کوریا فعالان ځینې وختونه په بالونونو پورې تړل شوې د شمالي کوریا د رژیم ضد تبلیغاتي پاڼې او پیسې د شمالي کوریا سرحدي سیمو ته لیږي ترڅو ددغو سیمو اوسېدونکو ته ورسیږي.

پیونګ یانګ د اوږدې مودې راهیسې ددغه تبلیغاتي کمپاین له کبله په قهر دی او ښايي داسې ګڼي چې د شمالي کوریا په کلکه کنټرول شوې ټولنه کې د بهرنيو معلوماتو خپرېدل د کیم جان اون رژیم ته خطر پېښوي.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې د غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د شمالي کوریا د دفاع مرستیال وزیر کیم کانګ ایل، د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "د جنوبي کوریا لخوا زموږ په سرحدی سیمو کې د تبلیغاتي پاڼو او ګندګیو خپرولو ته به ځواب ورکړل شي."

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس له لورې خپاره شوي بیان کې، کیم زیاته کړې: "د کثافاتو ډکې کڅوړې به ډیر ژر د جنوبي کوریا دننه او په سرحدي سیمو کې خپرې کړل شي، او دوی به په مستقیم ډول دا تجربه کړي چې پاکول یې څومره کار غواړي."

په ۱۹۵۳ کې د کوریا د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو راهیسې، دواړه کوریاګانې له یو بل سره دښمني پالي او د ګډې پولې دواړو غاړو ته ټینګ امنیت نیول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG