د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د امریکا سره د مذاکراتو مخکې یو بل توغندی آزمویلی


شمالي کوریا د امریکا سره د اتومي وسلو په سر د خبرو پیلولو نه څو ورځې مخکې د یو بل توغندي آزموینه کړیده.

د جنوبي کوریا چارواکي وایي چې دغه نوی توغندی د ۴٥٠ کیلومیتره واټن پورې د هدف ویشتلو توان لري.

د جنوبي کوریا د دفاعي چارو وزیر د سه شنبې په ورځ یعني د اکتوبر په ٢ نیټه پارلماني کمیټې ته د دغې نوي آزموینې په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې دغه توغندی د ١٣٠٠ کیلومیتره واټن پورې د هدف په نښه کولو وړتیا لري. هغه وویل چې وروستۍ آزموینه یې لدی لپاره کړي وه چې د توغندي د لنډ واټن د هدف ويشتلو وړتیا وگوری.

د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا پداسې وخت کې د توغندي دغه آزموینه ترسره کړي چې د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر چیسون هي دوه ورځې مخکې ویلي و د واشنگټن سره به د اکتوبر په ۴مه د روابطو په بیا پیلولو موافقه شویده.

شمالي کوریا د ملگرو ملتونو هغه پریکړه لیکونه ردوي چې د شمالي کوریا نه غواړي د بالیستک توغندیو ټکنالوجي ختمه کړي. شمالي کوریا وایي هغوي د خپلې دفاع حق لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون د روان کال په فرورۍ کې مذاکرات د ناکامۍ سره مخ شول. د مذاکراتو هدف شمالي کوریا د اتومي وسلو د پروگرام نه لاس اخیستلو ته رضا کول و.

د امریکا یو حکومتي چارواکي ویلي دي چې هغوي د شمالي کوریا د دغو نوو آزموینو نه خبر دي او په سیمې کې د خپلو ملگرو هیوادونو سره په تماس کې دي.

د جاپان صدراعظم شنزو آبی د شمالي کوریا دغه تازه آزموینه غندلې ده او دغه یې د امنیت د شورا د اصولو نه سرغړونه بللې ده.

XS
SM
MD
LG