د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پر شمالي کوریا نوي بندیزونه نه لګوو


د شمالي کوریا استازی کم یونګ چول د جون په لومړۍ نیټه په سپینه ماڼې کې د امریکا له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته
د شمالي کوریا استازی کم یونګ چول د جون په لومړۍ نیټه په سپینه ماڼې کې د امریکا له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته

د جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کم جونګ اون مخامخ ملاقات به له پخواني پلان سره سم د جون په دولسمه په سنګاپور کې وشي.

هغه دغه اعلان تیره جمعه وروسته له هغه وکړ چې په سپینه ماڼۍ کې د کم له یو لوړپوړي استازي سره یې ولیدل.

ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا به تر هغه وخت پر شمالي کوریا د سلګونو نويو بندیزونو لګول وځنډوي چې د خبرو سرنوشت معلومیږي.

جمهور رئیس وویل "د جون په دولسمه به موږ په سنګاپور کې یو. دا به یو پیل وي. زه نه وایم چې دا کار به په یوه غونډه کې وشي، ځکه چې مونږ د هغو ستونزو په اړه خبرې کوو چې کلونه یې دوام کړی دی."

د اټومي خبرو لپاره د شمالي کوریا لوړ پوړي استازي او د استخباراتو پخوانی مشر کم یونګ چول همدا راز د شمالي کوریا د مشر یو لیک ښاغلي ټرمپ ته وسپاره.

د امریکا ولسمشر د لیک جزئیات افشا نه کړل، خو دا کار یې ډیر ښه وباله.

جمهور رئیس ټرمپ - شمالي کوریا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

هغه وویل چې یوه پروسه به پیل کړي، خو معنی یې دا نه ده چې دواړه مشران به د جون په دولسمه یو څه لاسلیک کړي.

د تیرې اونۍ په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او کیم یونګ چول، په نیویارک کې د غونډو په جریان کې د دواړو خواو توقعات بیان کړل.

ښاغلي پمپیو وویل چې د ولسمشر ترمپ هدف خورا کلک او معلوم دی، یعني د کوریا له ټاپووزمې څخه په بشپړ، څرګند او دایمي ډول د اټومي وسلو پاکول.

شمالي کوریا غواړي چې اقتصادي فرصتونه لاس ته رواړي او په هغو بندیزونو کې نرمښت راشي چې پرې لګیدلي دی.

ښاغلي ټرمپ په دې باور دی چې شمالي کوریا ددې وړتیا لري چې یو ښه هیواد واوسي.

XS
SM
MD
LG