د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې کې د وژل شویو شمیر۹۲ ته ورسید


ناروې کې د وژل شویو شمیر۹۲ ته ورسید
ناروې کې د وژل شویو شمیر۹۲ ته ورسید

د ناروې پولیس د هغو امکاناتو په باب تحقیقات کوي چي پرون د جمعې په ورځ د هغه هیواد د ځوانانو په کمپ باندي په حمله کي خو به دوهم حمله کونکی نه و.

پولیسو همدا اوس د یوه مشکوک وسله وال سړي نه چي اصلا د ناروې دي تحقیقات پیل کړي دي، مګر د هغه هیواد ملي خبري آژانس نن د شنبې په ورځ ویلي دي چي په هغه ټاپو کي چي دا حمله شوې، عیني شاهدانو ویلي دي چي دا حمله دوو تنو وکړه. نیول شوی سړی چي اوس په توقیف کي دی، د پولیسو په جامو کي کمپ ته ورغلی و، او عینی شاهدان وایي چي دوهم سړي د پولیسو جامې نه وې اغوستي.

ناروې پرون دوو حملو چي ٩١ تنه په کي ووژل سول، سخته ولړزوله. لومړۍ حمله د بم چاودنه وه چي په پایتخت ( اوسلو ) کي د حکومت پر ودانۍ باندي وشوه او اووه کسه په کی ووژل سول، او وروسته بیا د ځوانانو په کمپ باندي د توپکو په ډزو کي ٨۴ کسه ووژل شول. په دې کمپ کي څو سوه تنکي ځوانان را غونډ شوي وو او پروګرام یې د هغه هیواد د حاکم کارګر ګوند په سرپرستي ترتیب سوی و.

د ناروې صدراعظم ( جینز سټول ټینبرګ ) دا حمله په ناروې کي ددوهمي نړۍ والي جګړې نه راوروسته تر ټولو سخته حمله وبلله.

پولیس وایي چي حمله کونکی د مطبوعاتو له خوا ( اندرز بیرینګ بریویک ) بلل شوی او ٣٢ کلن دی. پولیسو دا هم ویلي دي چي هغه د تحقیقاتو په وخت ددوي پوښتنو ته جوابونه ویلي دي. پولیسو هغه یو « سخت دریځه عیسوی » بللی چي له سیاسي لحاظه « ښي لاس » ته مایل دی. پولیس وایي چي هغه په خپل کمپیوټر کي د مسلمانانو ضد مفکوره بیان کړې او د څو کلتورونو د ګډون سره سخت مخالف و.

XS
SM
MD
LG