د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې د روسیې ۱۵ استخباراتي افسران وشړل 


په اوسلو کې د روسیې سفارت
په اوسلو کې د روسیې سفارت

ناروې نن پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) اعلان وکړ چې په مرکز اوسلو کې د روسیې د سفارت ۱۵ «استخباراتي افسرانو» ته یې ویلي چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هوتفیلډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا ۱۵ استخباراتي افسران په داسې فعالیتونو کې دخیل وو چې له دپلوماتیک وضعیت سره یې برابر نه وو.» وايي دوی ته یې ویلي چې ژر له ناروې څخه ووځي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د دغو استخباراتي افسرانو فعالیتونه څارل کېده، خو هغې په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

په دغه هېواد کې د روسیې سفارت دا پرېکړه غندلې او ویلي دي چې عکس العمل به ښيي.

د روسیې سفارت ویاند تیمور چیکانوف فراانس پرس ته په یو ایمیل کې ویلي دي: «دا کار ډېر منفي و. دا یو بل غیر دوستانه اقدام دی چې عکس اعمل به لري.»

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا اقدام یې «په اروپا کې د امنیتي وضعیت د تغیر په اساس کړی چې د روسیې له لوري استخباراتي ګواښ» یې زیات کړی دی.

د ناروې استخباراتي اداره روسیه او چین دغه هېواد ته تر ټولو لوی استخباراتي ګواښونه ګڼي. ناروې، چې د ناټو غړی هېواد دی، په شمالي قطب کې له روسیې سره شاوخوا ۱۲۳ کیلو میتر سرحد لري.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، د ځینو نورو اروپايي هېوادونو په څېر ناروې هم د روسیې درې دپلوماتان د جاسوسۍ په تور له دغه هېواد څخه وشړل او روسیې عم ورته عمل وکړ.

مسکو او اوسلو مخکې ښه روابط درلودل، خو د اوکراین د جګړې له کبله یې د یې روابط خراب شوي دي.

له دې سره سره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له روسیې سره ښه روابط غواړي او دپلوماتان یې هغه هېواد ته هرکله راتلای شي.

XS
SM
MD
LG