د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ وايي د روسیې ۴۵ جاسوسان یې له خپل هېواد څخه وشړل 


په پولنډ کې د روسیې د سفارت ودانۍ
په پولنډ کې د روسیې د سفارت ودانۍ

د پولنډ حکومت نن چهارشنبه مارچ ۲۳ (کب درېیمه) اعلان وکړ چې د روسیې ۴۵ هغه جاسوسان چې د دپلوماتانو په جامه کې یې کار کاوه، په نښه کړي او له هېواد څخه شړلي دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوس کمینسکي ویلي دي چې د اروپايي‌ ټولنې دغه غړي [پولنډ] «د دپلوماتانو په جامه کې د روسیې ۴۵ جاسوسان وشړل.»

نوموړي همدغه راز ویلي‌ دي چې په خپل هېواد کې یې دننه « د روسیې د ځانګړیو خدمتونو شبکه ړنګه» کړه.

د پولنډ د داخلي امنیت ادارې یو ویاند خبریالانو ته ویلي دي‌ چې د دغو کسانو نومونه یې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته استولي و چې ویې شړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د روسیې دولتي رسنۍ ویلي دي‌ که پولنډ د هغوی دپلوماتان وشړل، روسیه به هم د پولنډ دپلوماتان وشړي.

پولنډ داسې مهال د جاسوسۍ په شک د روسیې دپلوماتان له خپلې خاورې څخه شړي‌ چې نن په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یوه میاشت پوره شوه.

پولنډ د اروپايي ټولنې غړی ده چې د امریکا تر څنګ یې په اوکراین باندې د مسکو یرغل غندلی او په روسیې باندې یې د اقتصادي بندیزونو ننګه کړې ده.

ملګري‌ ملتونه وايي څه باندې درې میلیونه اوکراینیان د جګړې له کبله له خپله هېواد څخه وتلي دي چې اکثریت یې په پولنډ کې دي.

XS
SM
MD
LG