د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس به هیڅکله له منځه ولاړ نشي - انتوني فوچي 


فوچي تر راتلونکې کاله پورې واکسین ته هیله من دی
فوچي تر راتلونکې کاله پورې واکسین ته هیله من دی

د امریکا متحده ایالتونو د ساري ناروغیو جګپوړی کارپوه انتوني فوچي وايي نړۍ به هیڅکله په دې ونه توانیږي چې کروناویروس له منځه یوسي کوم چې ۱۸.۸ میلیونه انسانان یي ککړ کړي او څه باندې ۷۰۰ زره یې مړه کړي دي.

خو دغه جګپوړی امریکايي صحي کارپوه وايي کوویډ۱۹ ویروس باید تر راتلونکې کال پورې تر کنټرول لاندې راشي او په احتیاط سره د یو موثر واکسین د جوړیدو د چانس په اړه هم هیله مندي څرګندوي.

د امریکا د ساري او مکروبي ناروغیو د ملي انستیتوت مشر ډاکټر فوچي د چهار شنبې په ورځ اګست ۶ ( زمري ۱۶) رویټرز خبري سره ځانګړې مرکه کې وویل، هغه علت چې کیدای شي ویروس په بشړ ډول له منځه ولاړ نشي، د ویروس د انتقال لوړ خاصیت دی.

خو ښاغلی فوچي وویل د یو غوره واکسین په درلودلو او د صحي لارښونو باندې په عملي کولو سره کیدای شي دا حالت تر شا وتمبول شي.

فوچي وړاندوینه کړې چې نړۍ به د راتلونکې کال وروسته ویروس تر کنټرول لاندې راولي خو څرګندوي چې تر هغه وخته پورې د یو موثر واکسین منظوریدو ته هیله مند دی.

ښاغلي فوچي وویل:" موږ به احتمالا د راتلونکې کال په لومړیو کې لس ګونه میلیونه دوزه واکسین ولرو."

بلخوا نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې کابو ۴۰۰ جګپوړو صحي کارپوهانو د امریکا د خوړو او درملو له ادارې "اف ډي اې" څخه غوښتي دي، مخکې له دې چې د کوویډ ۱۹ واکسین خلکو ته وړاندې شي، د موثریت او خوندیتوب په اړه یې بشپړ غور وکړي.

کروناویروس تر اوسه په امریکا متحده ایالتونو کې څه باندې ۱۵۸ زره کسان مړه کړي او تر څلور میلیونه و ۸۲۴ زره ډیر کسان پرې ککړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG