د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون ډالر وړیا مرسته کوي


نړیوال بانک د کووید ـ۱۹ ناروغیو د اغېزو کمېدو او غذايي خوندیتوب په هدف له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرسته کوي.

نړیوال بانک پرون سې شنبه اګست ۴ (زمري ۱۴) په دې اړه راپور کې ویلي چې د نړیوال بانک اجرائیوي ډلې تیره ورځ له نړيوالې پراختيا ادارې څخه د ۲۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د دوه بېلو وړيا مالي مرستو ټولګه منظوره کړه.

په راپور کې ویل شوي چې د یادې مالي مرستې ۱۵۵ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې او پاتې ۱۲۵ میلیون د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا برابریږي چې په وینا یې په افغانستان کې به ۲.۹میلیون کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

د نړیوال بانک له یادې بستې څخه ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالر د کرنیز سیستم او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره هم ځانګړي شوي دي.

له یادو پیسو څخه ۵۵ میلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې پراختیايي ادارې او ۴۵ میلیون نور د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا ورکول کیږي.

یاد بانک زیاته کړې چې دا پروژه به په کلیوالو سیمو کې د زېربناوو، ‌لکه اوبو لګولو سیستمونو، د جوړولو له لارې خلکو ته د لنډمهالو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

بیان وايي چې کرونا ویروس د افغانستان پر کرنیز وضعیت بد اغېز کړی چې په وینا یې کروندګرو پر خپل وخت ځمکې ونه شوای کرلي او په ښارونو کې هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي ویلي:"دغه مالي مرستې به افغان دولت د دې جوګه کړي چې د ډېری افغان کورنيو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دا باوري کړي چې افغان کروندګر د خوراکي توکو توليدولو ته په داسې حال کې ادامه ورکړي چې واردات او صادرات له جدي ګواښ سره مخ دي.‌ له دې سره به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او د کليوالي سيمو خلکو ته به کاري زمينې برابرې شي."

نوموړي ویلي چې دغه پروژې به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې اداره او کابل ښاروالۍ لخوا په ګډه پلې کیږي.

د نړیوال بانک په راپور کې همدارنګه راغلي:"دا پروژه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کورنيو ته مرستې ورسوي. پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي. تمه ده چې دواړه پروژې به په ګډه د هېواد ۹۰ سلنه اړې او بې وزلې کورنۍ د ملي دسترخوان پروګرام په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې ونيسي، او شاوخوا ۴.۱ میلیونه هغه کورنۍ چې ورځنی عايد يې دوه ډالر او يا تر هغې ښکته دی ګټمنې کړي."

پر همدې مهال نن چهارشنبه د افغانستان مالیې وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوارکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

یاد وزارت زیاتوي چې له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ برخمنې شي چې په وینا یې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي.

ولسمشر غني تیره میاشت له بېوزلو وګړو سره د مرستې په هدف د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست، خو ولسي جرګې په ملي دسترخوان کې د ادارې فساد له ویري دغه پروګرام رد کړ.

XS
SM
MD
LG