د لاس رسي وړ اتصالات

د احصایې ادارې ځينو کار کوونکو د معاشونو ځنډېدو له امله کاري اعتصاب کړی


یو شمېر اعتراض کوونکي مامورین
یو شمېر اعتراض کوونکي مامورین

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادراې یو شمېر کارکونکو د معاشونو نه تر لاسه کولو له امله کاري اعتصاب پیل کړی دی.

د دغه ادراې یو شمېر کارکوونکي وايي چې له پنځو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي او دوی اړ شوي چې اعتصاب پیل کړي.

د احصايي او معلوماتي ادارې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي نن دوشنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) امریکا غږ ته وویل: "له پینځو میاشتو راهیسې مو معاش نه دی ترلاسه کړی. موږ اړ شو چې کار وردوو. نن مو د کابل ځینو زونونو کې اعتصاب پیل کړ."

دغه کارکوونکي زیاته کړه چې د کابل په شمول ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم همدا ستونزه شته او همکارانو یې اعتصاب پیل کړی دی.

د احصايي ملي ادارې چارواکي ستونزه تاییدوي وايي اعتصاب د دوی هغه کار کوونکو کړی دی چې د ۱۴۰۰ مالي کال کې د دې ادارې چوکاټ کې په دنده ګومارل شوي دي.

د احصایې ادارې ویاندې روبینا شهابي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د احصایې ادارې ټول کارکوونکي دا ستونزه نه لري. دا هغه نوي ګومارل شوي ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ پورې کارکوونکي دي چې اوس مهال یې ستونزه حل شوې او په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې خپل معاشونه ترلاسه کړي."

د رپوټونو پر بنسټ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او پوهنې وزارت کارکوونکو هم په تېرو څو میاشتو کې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت چاواکو ویلي دي چې دوی د معاش په اجرا کولو کې ستونزه نه لري او ان چمتو دي‌ چې د روان کال د غوايي میاشتې معاش د روژې او اختر لپاره مخکې له مخکې اجرا کړي.

XS
SM
MD
LG